افغانستان

د هند لومړی وزير کابل ته راځي

ټاکل شوې ده، د هند لومړی وزير نريندرا مودي په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر ولري.

هندي رسنيۍ وایي، ښاغلی مودي به د روانې مياشتې په دېرشمه نېټه کابل ته ولاړ شي.

سرچينې زياتوي، نوموړی به کابل کې د افغانستان د ملي شورا د نوې جوړې شوې ودانۍ پرانسته وکړي، همدا راز به له افغان چارواکو سره ليده کاته وکړي، د ملي شورا دغه ودانۍ د هندوستان په مالي مرسته جوړه شوې ده، چې ۲۲۰ مليونه ډالر لګښت پرې راغلی دی.

دا لومړی ځل دی چې نریندرا مودي واک ته له رسېدو وروسته کابل ته سفر کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button