افغانستانسلايډ

د هلمند ولايتي شورا د ولايت سقوط اندېښمنه کړې

د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړو گواښ کړی، چې که حکومت ژر تر ژره تازه دمي سرتېري او وسله او مهمات ور ونه لېږي، طالبان به د دې ولايت مرکز لښکرگاه ونيسي.

هغوی له حکومته غوښتي دي، چې هر څو ژر کېږي هلته د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي، که نه پايلې به يې ښې نه وي. دوی څرگنده کړې چې وسله وال طالبان همدا اوس د لښکر گاه ښار نږدې سيمو ته ور رسېدلي او راتلونکو څو ورځو کې يې د سقوط امکان شته.

د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل له هغه حکومتي پلاوي غوښتي چې د هلمند د امنيتي وضعيت معلومولو لپاره تللی و، چې ژر تر ژره نور ځواکونه ور واستوي. هغه دغه پلاوي سره خبرو کې ويلي، چې د حکومت له لوري نور د دا ډول تشريفاتي پلاويو رالېږل هلمنديانو ته د منلو نه دي.

نوموړي پر حکومت غږ کړی، چې هلمند کې دې هغه امنيتي چارواکي له دندو گوښه کړی، چې خپلو کارونو کې غفلت کوي.

د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې تېرو ورځو کې نږدې پنځوس تنه امنيتي سرتېري له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شول، طالبانو وروسته د هغوی يوه وېډيو خپره کړه.

بل لور ته طالبان تېره اوونۍ وتوانېدل د هلمند خانشين ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو ونيسي. د راپورونو پر اساس اوسمهال د هلمند پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو ولکه کې دي او پاتې نورو کې درنې جگړې روانې دي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button