پاموړ

د هرات کلا /صفیه حلیم

ښايي لومړيو انسانانو د هريردو په غاړه ژوند په هغې غونډۍ پېل کړه چې اوس ورباندې د هرات کلا جوړه ده.
تر اوسه د هرات نه موندل شوي تر ټولو پخواني توکي د ۶ ق م پېړۍ نه راپاتې دي. ګومان کېږي چې هغه وخت دلته د خاورو يوه کلا موجوده وه. خو د هغې نه وړاندې د ترکمنستان له دشتو خلک د وچکالۍ د لاسه په کډه او د هريوا (هريرود) پرغاړه ميشت شوي وو. هغه لوړه چې اوس ورباندې د هرات کلا جوړه ده، يو طبعي خوندي ځای و او ممکن هم هغه وخت د خلک د دفاع لپاره لکه د يوې مورچې ساتل کېده.
کله چې مقدونيې سکندر پارس ته د ماتې ورکولو نه وروسته، هرات ته لاړو نو په ۳۳۰ ق م کې دلته يوه کلا جوړه کړه. دا کلا چرته وه نو په دې اړه تاريخ ليکونکي ويشلي دي. يوه ډله باور لري چې د هرات د زاړه ښار په شمال کې د ” کوه انداز” په غونډۍ د سکندر کلا وه، نور وايي چې د هرات اوسنۍ کلا د هغه له خوا جوړه شوه چې زوړ ښار د دې په شمالي څنډو و. په هرات کې نورې غونډۍ هم شته او ممکن په دفاعي توګه دا دوه غوره وګڼل شوې. بله دا چې د سيند ( هريرود) نه د دې فاصله مهمه وه چې اوس د هرات په جنوب کې بهېږي.
د سکندر نه وروسته، هرات د نورو ځواکونو له خوا نيول کېدو او بيا يې ترې کډه کوله. سليوکيان، پارتيان، کشان، ساساني، يفتليان د يادولو وړ دي. د دې قوي امکان شته چې دې ټولو به د هرات کلا د نيولو لپاره جنګونه کړي وي.
د هرات ښار او د کلا په اړه تفصيلي ليکنې په اتمې ميلادي پېړۍ کې مسلمانانو وکړې. عرب جغرافيه دان د د هرات په اړه وليکل چې د دې چاپېره يو ديوال و چې څلور دروازې يې لرلې. د هرې دروازې نه يو پراخ سړک د ښار منځ ته تللې ده چې هلته يو پراخ ميدان (چوک) کې يو ځای شي. د هرات کلا د ښار شمالي ديوال او دروازې سره ده.
په ۱۲ ميلادي پېړۍ کې هرات د غوري واکمنو يو شتمن ښار او کلا يې پياوړې دفاعي چاوڼۍ وه. په ۱۲۲۱ م کې چنګيزي ځواک دا ړنګه کړه او چاپېره ترې انساني هډونه پراته وو. د کرت حاکمانو امير فخرالدين د ۱۲۹۹ م نه تر ۱۳۰۰ م د هرات کلا بيا ورغوله، د دې منارې، ديوالونه او دکانچې او بهر د اوبو خندق يې بيا جوړکړل. هغه وخت د دې په لوېديځ کې يو ميدان چې په ديوالونو تاو و، د عيدګاه په توګه کارېدو. د فخر الدين ځای ناستي، غياث الدين ( ۱۳۲۹ کې ومړ) د کلا په ختيځ کې دوه ماڼۍ جوړې کړې چې څارونکې يې د ده يو پوځې اميراختيارالدين و. د کلا دغه برخې د هغه په نوم ونومول شوې. دې ته ښکته کلا هم وايي. د پخو خښتو دې ودانۍ نهه منارې په نيم دايرې کې لرلې چې اوس ترې شپږ د جنوبي او لويديځ ديوال سره پاتې دي. يوه لوړه مناره د “ملک مناره” په نوم يادېږي او دغه برخه يې بره کلا په نوم شهرت لري.
په ۱۳۸۱ م کې د امير تيمور ځواکونو د ډېرو وژنو نه وروسته دا کلا ونيوله.
د پنځلسمې ميلادي پېړۍ په سر کې د تيمور يو زوی شاهرخ ميرزا د هرات حاکم شو. په کلا کې تېږه او پخې خښتې يې ولګولې او د دې بهرني دېوالونه يې ټول په کاشي خښتو وپوښل. شا وخوا دوه سوه کاله د هرات کلا د چاوڼۍ او د شاهي استوګنځای په توګه کارېدو.
په ۱۸ ميلادي پېړۍ کې د هوتکيانو او ورپسې د دراني واکمنو په وخت کې دلته خزانه، وسله او کله نا کله سياسي قيديان ساتل کيده. په ۱۹ پېړۍ کې د انګريز جنګونو په وخت دې کلا ته هم تاوان ورسېدو. هغه وخت د دې کلا په شمال کې د دفاعي هدف لپاره يوه نوې برخه جوړه کړې شوه. په ۱۹۵۰ م کې د افغانستان حکومت دا د ړنګيدو نه وژغورله او په ۱۹۷۰ م کې د دې د رغولو نه وروسته پکې څو واړه موزيمونه او هنري ورکشاپ جوړ شول. د ۱۹۷۶ او ۷۹ م کلونو ترمنځ پکې د يونيسکو له خوا پلټنې وشوې. هغه وخت د دې بره برخه د سيلانيانو لپاره پرانستې وه او خلک به د ښار نندارې لپاره ورتلل. د دې پېړۍ په وروستيو ۳۰ کلونو کې دا کلا د بې غورۍ د لاسه يو ځلې بيا د ړنګيدو به حال شوه.
د يويشتمې ميلادي پېړۍ په سر کې اغا خان فاونډيشن، جرمني او امريکا حکومتونو د دې کلا د رغولو او سمولو لپاره لويه پانګه ورکړه. د هرات ملي موزيم د دې کلا دننه يوړل شو او د افغانستان د کلتور او اطلاعاتو وزارت د دې ساتنه کوي. شا و خوا ۱۱۰۰ لرغوني توکي چې د هرات شا وخوا سيمو نه موندل شوي وو دلته د نندارې لپاره ايښي وو. په دوی کې اوس ۲۵۰ پاتې دي چې خلک يې ليدو ته ورځي.
صفيه حليم
سرچېنې
۱.پنجاب،افغانستان او د ترکستان نه بلخ بخارا او هرات ته سفر- او برطانيې او جرمني ته سفر- موهن لال.
۲.هرات، پښتانه او ستره لوبه. عبد الباري جهاني، سابي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور-۱۹۹۹ م- ۶۸ او ۶۹ مخ

د ليکوالې له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button