پاموړ

د هامون ډنډ / صفیه حلیم

د هندوکش جنوبي څوکو نه کله چې واورې ويلي شي نو د هلمند او ارغنداوسيندونو نه علاوه په وړو ويالو څو ډنډونو کې راټولې شي. دغه ته هامون وايي چې تر ۱۸۷۲ م د کندهار برخه وه. د افغانستان او ايران تر منځ د پلو د ټاکلو پر وخت دا ډنډ او چاپېره سيمې انګريزانو ايران ته وسپارلې.
په ژمي کې د ډېرو واورو سره بيا په اوړي کي د ټولو ډنډونو اوبه يو ځای شي نو يو وړوکې سمندر ښکاري. ځکه ايرانيان ورته “درياچه هامون” يا “درياچه سيستان” هم وايي خو بيا هم دا ډنډ ډېر ژور نه دې. د خپل قدرتي ښکلا او نايابه مارغانو او مهيانو، وحشي ځناورو، د ونو او بوټو قسمونو لپاره مشهور دی چې د مرکزي ايشيا نه مساپر مارغان پکې زالې جوړوي.
د ډنډ په منځ کې ۹۰۰ ميټر لوړه يوه غونډۍ لکه د يو ټاپو ولاړه ده. د دې د پاسه پرې د يوې زړې کلا نښې دي چې “بست” او “رستم” کلا په نومونو مشهور و او اوس ورته “کوه خواجه” وايي.
دلته په لومړي ميلادي پېړۍ کې جوړ د زردشتي اورتون کنډوالې ښايي چې دا ځای سپېڅلې ګڼل کيدو. دغونډۍ په جنوب کې د ناهيد (اناهيتا) معبد هم شته چې “کرچک چهل ګنج” نومېږي. اناهيتا د باختر اسطوره وه او په بلخ کې د آمو پر غاړه يې هم نمانځنې کيدې. د اسلامي دورې څو زيارتونه، لکه خواجه مهدي ابن محمد خليفه، “خواجه قتلان” او “پير ګندم بريان” هم شته.
د لرغونې تاريخ درنجېانه (زرنج) د “هامون” چاپېره آباد و چې د هلمند رود د لارې په بدليدو ويجاړ شو اوخلکو ترې کډه وکړه. که د هامون شا و خوا کنستون ووشي نو ممکن د تاريخ نه د وړاندې دورې نه علاوه ساساني وختونو نښې پکې وموندل شي. په اوومې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې عرب جنگيالو يو پوځ دې سيمې ته ورسيدو نو د زرنج ښار يې د “سجستان” په نوم ياد کړو. اوس دا سيستان شوی دی.
د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ م کلونو کې دا سيمه سوکړې وزپله او هامون بېخي وچ شو. د دې جهيل چاپېره شا و خوا سل کلي چې د کال ۱۲۰۰۰ ټنه مهيان به يې ترې نيول، ويجاړ شول.
په ۲۰۰۳ م کې د وچکالۍ په ختميدو هامون يو ځلې بيا په اوبو ډک شوې دی . خو په افغانستان کې د ارغنداو او کجکي بندونو په جوړيدو، کله نا کله د اوبو له کمي سره مخ وي.
صفيه حليم
سرچينې
۱. د سيستان د ملک بيان. لېفټينټ. آر. ليچ. د بمبمۍ انجينيران. کابل ته په يو مشن مرستيال. د هند د حکومت د سياسي سکتريټريټ د جغرافيې او سوداگرۍ راپورونه. ديارلسم څپرکې. ۱۸۳۹
۲. جرنل اف دا ايشياټيک سوسايتي بنگال. جنوري تا جون. ۱۸۴۴ م . کلکته بشپ کالج پرېس. ۱۴۵ تا ۱۵۰ گڼه.
۳. هلمند و هامون در تاريخ- ۴۴ مقاله- پوهاند عبد الحۍ حبيبي – جغرافيای تاريخی افغانستان- پنجاه مقاله- بنګاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا.۱۳۸۲ ش.
۴.ويبپاڼې

د صفیه حلیم له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button