خبرونهسلايډ

د نړۍ مالي بې‌عدالتي

له ۱۹۹۲م مخکې نړۍ په دوو اقتصادي او نظامي قطبونو وېشل شوې وه. لویدیځوالو د پانګونې اقتصادي فلسفې او د وارسا او ملګرو هېوادونو یې په سوسیالیستي اقتصادي فلسفې باور درلود. لویدیځ کې هر چا د شخصي ملکیت حق درلود او د وارسا په فلسفه کې چا د شخصي ملکیت حق نه‌ درلود.

د سوسیالیستي نظام مرکزي هېوادونه د وخت شوروي اتحاد او چین وو، دواړو خپلو خلکو ته د شخصي ملکیت حق  ته نه ‌ورکاوه. سوسیالیستي نظام ښه او بد ټکي دواړه لرل. له ښو ټکو يې یو دا و چې مالي بې عدالتي نه‌ وه. پر ټولنې مالي عدالت حاکم وو. نو په اټکل سره د نړۍ په ۵۰٪ کې مالي عدالت وو.

له ۱۹۹۲م راهیسې د نړۍ د سوسیالیستي اقتصادي نظام مرکز شوروي اتحاد له‌ منځه لاړ او دغه اقتصادي فکري مکتب هم نور د تاریخ برخه وګرځېده. له دې سره پر نړۍ پانګونوال اقتصادي نظام حاکم شو. دا اقتصادي نظام ښه او بد دواړه ټکي لري. د دې اقتصادي نظام ستره بدي دا ده چې مال د محدودو خلکو ملکیت ګرځي او یو مطلق اکثریت ترې څنډې ته کېږي. له ۱۹۹۲م راهیسې د نړۍ مالي بې‌عدالتي ورځ تر بلې ډېرېږي.

د مرستې نړیوال سازمان اکسفا د یوه نوې خپاره شوي راپور له مخې تر راتلونکي کال پورې به د نړۍ ۱٪ خلک د نړۍ ۵۰٪ خلکو څخه ډېر مال لري. دا راپور ښيي چې په ۲۰۰۹م کې د نړۍ ۱٪ خلکو له ۴۴٪ څخه ډېر مال درلود، په ۲۰۱۵م کې دغه لرېوالی ۴۸٪ ته پورته شو او د ۲۰۱۶م تر پایه به د اټکل له مخې ۵۰٪ ته ورسېږي.

د اکسفا د سازمان مشر ویني بایانایما د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د دې کړکیچ د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي، که یو وار دغه انډول نور هم پرمختگ وکړي نو د نړیوالو ازادي به تر پوښتنې لاندې راشي.

د نړۍ په تاریخ کې د تل لپاره د بې عدالتۍ په ضد جگړه شوې ده، د سوسیالیستي نظام منځته راتگ خپله د بې عدالتۍ په وړاندې یو خوځښت وو. که چېرې مالي بې عدالتي په همدې کچې لوړېږي نو لرې نه ده چې یو ځل بیا سوسیالیستي نظام ته نړۍ مخه کړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button