پاموړ

د نړۍ تر ټولو ستر مافيايي هېواد کوم دی؟

د دې پوښتنې د ځواب له پاره د رابرټو سافيانو په نامه يوه ژورنالېست څېړنه کړې او حيرانوونک ځواب يې تر لاسه کړی دی. د هغه پايله ډېرو ته د منلو نه وه.

رابرټو د نړيوالې مافيانو او د دوی د کارونو په اړه د خپل ژورنالېستيک عمر ډېره موده تېره کړې ده. هغه د دغې څېړنې د پايلې په اړه وايي چې په نړۍ کې تر ټولو مافيايي هېواد انګلستان دی.

۳۶ کلن رابرټو دغه څرګندونې د ژوندي ادب په غونډه کې کړې دي. هغه په ۲۰۰۶م کال کې د کامورا مافيا په اړه خطرناک معلومات وړاندې کړي وو او له همدې کبله د پوليسو له لورې ساتل کېږي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې که چېرته له تاسې پوښتنه وکړم چې په نړۍ کې ډېر مفسد هېواد کوم دی، نو تاسې به حتمي په ځواب کې وايئ چې افغانستان، يا یونان، يا نايجريا، يا جنوبي ايطاليه، خو زما څېړنه دغه ځوابونه نه کاږي، بلکې د څېړنې له مخې انګلستان تر ټولو ډېر مفسد هېواد دی.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button