پاموړ

د نوښار جنګ / صفیه حلیم

په ۱۴ مارچ ۱۸۲۳ م کې د سيکانو او پښتنو ترمنځ دا جنګ “د پير سباک جنګ” په نوم هم مشهور دی.
پيښور د بارکزو په لاس کې او له ۱۸۱۸ م راهيسې سيکانو ته باج ورکوو چې د اټک کلا يې هم ترينه نيولې وه. د پيښورحاکم عطا محمد بارکزی و چې “درې زره سواره او پياده عسکر او شپږ توپونه لرل، د هغه ځای ماليات ډېر لږ وو له هغې څخه يې يوه اندازه وريژې او سل اسونه د پنجاب سکهه دولت ته د ماليې په توګه ورکول.”
د کابل پر تخت د دراني شهزاده ګانو تر منځ رقابت روان و او يو وخت ايوب شاه (د شاه زمان زوی) باچا اوعظيم خان بارکزی يې وزير شول.
په دسمبر ۱۸۲۲ م کې رنجيت سنګ خبر تر لاسه کړو چې د کابل نه يو لښکر د محمد عظيم خان په مشرۍ د اټک کلا بيرته نيولو لپاره روان شوې دی. خو عظيم خان نيمايي لارې نه بيرته لاړو ځکه په کابل کې ايوب شاه د تخت نه ليرې او په ځای يې شهزاده سلطان علی سدوزی باچا اعلان شوې و. رنجيت سنګه پخپله هم د کورنيو ستونزو له کبله اباسين نه بيرته وګرځيدو. د ژمي په وتلو عظيم خان بيا پېښور ته مخه کړه او هلته د سيکانو سره جهاد اعلان وکړو. يوسفزي او خټک د وړاندې نه اباسين چاپېره راټوليدل او د سيکانو د حملې لپاره يې ځان تياروو.
شهزاده شير سنګه او سردار هري سنګه نلوه د کشتيو په پله اټک نه اوړيدلي او د افغانانو نه يې د جهانګيري کلا هم ونيوله. رنجيت سنګه څو ورځې هلته د کلا د پياوړي کولو کې بوخت شو.
عظيم خان د لنډاکي سيند په غاړه کيمپ ولګوو چې د کابل اوبو يوه څانګه ده. هلته نه يې خپلو وروڼو دوست محمد او جبارخان په مشري د غازيانو يوه دسته وړاندې ورواستوله خو د جهانګيري کلا سره سيکان پرې ورمات شول او بيرته راغلل. محمد زمان خان خپلې دستې سره د سيکانو له خوا جوړ شوې په اباسين د کشتيو پل وران کړو خو د سيکانو مخه يې نشوه نيولې چې خپلې توپې په هاتيانو بار کړي له سيند پورې وتل. يوسفزو او خټکو د بلې غاړې نه ورباندې حملې کولې خو دوی په دومره شور او زوږ روان وو چې غازيانو حوصله ماته شوه او ميدان يې پريښودو.
عظيم خان سره د سيکانو يو سردار “جی سنګه اټاري والا” مل و چې په ۱۸۲۱ م کې د يو ناکام بغاوت نه وروسته کابل ته تښتيدلې و. نوښار ته په رسيدو، اټاري والا يوه شپه د افغانانو له کيمپ ووتلو او مهاراجه ته يې ځان ورتسليم کړو. هغه نه يواځې وبخښلو بلکه پخپل پخوانۍ عهدې بيا وټاکلو. ده راجا ته خبر ورکړو چې افغانان سهار د لنډاکي نه پورې وتلو ته تيار و.
د رنجيت سنګهه اطالوي نژاد جنرل وينچورا هغه ته مشوره ورکړه چې جنګ دې هم هغه شپه پېل کړي.
ده د سيکانو پوځ په دريو برخو وويشلو. په لومړي کې ۸۰۰ سپاره او ۷۰۰ پلې عسکر د اکالي پهولا سنګه په مشرۍ په غازيانو حمله کوله. دوېم د جاګيرداري ځواک ۱۰۰۰ سپاره او ۱۵۰۰ پلي پوځيان د سردار دېسا سنګهه او د سردار فتح سنګه په مشرۍ د سيند غاړې په دفاعي حالت ودرول شو.
درېم ډلې کې ۲۰۰۰ سپاره او ۴۰۰۰ پلې عسکر وو چې مشري يې شهزاده کهړک سنګه، هري سنګه نلوه، جنرل ايلرډ، او جنرل وينچورا په لاس کې وه. د دوی دنده د عظيم خان د ځواک مخه نيول وو چې د سيند نه پورې غاړه د غازيانو سره يوځای نشي. پاتې لښکر د رنجيت سنګه سره و چې د اړتيا په وخت به يې جنګ کوو.
تر هغې د غازيانو لښکر۲۰ زرو ته رسيدلې و او د دوی مشري د سوات سيد اکبر شاه کوله. د هر قام خپل جنګي مشر هم و چې زيات يې پلي او پخواني جزېل ټوپکې، تورې او چړې يې لرلې. دوی لنډاکي ته نږدې پير سباک په “تره کي” نومې غونډۍ مورچې نيولې وې.
په ۱۴ مارچ ۱۸۲۳ م د پهولا سنګ جنګيالو په هغې غونډۍ حمله پېل کړه. پښتانه په ميړانه وجنګيدل او سيکانو ته يې لوی ځانې تاوان واړو. د پهولا سنګه اس زخمې او راپريوتو خو هغه بيا هم جنګ جاري وساتلو او په يو هاتي(فيل)سپور شو. د پهولا سنګه په وژنه د غازيانو مورال لوړ شو. د سيکانو ډلو درې وارې په غونډۍ د ختلو هڅه وکړه خو يوسفزي او خټک جنګيالو به شا ته ورټېله کړل. جنګ دومره سخت و چې رنجيت سنګ خپلې دستې هم پکې وروستولې او توپخانې ډزې پېل کړې. په اخر کې ګورکها کنډک هغه غونډۍ ونيوله.
هغه ماښام افغان لښکر ناهيلې مچني لورې ته يې مخه کړه. په غازيانو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې هغه د سيکانو نه پېسې اخستې وې. د پښتنو او افغان شاهي ټبر تر منځ بدګوماني پېدا شوه.

رنجيت سنګهه د پښتنو د جنګي تاکتيک په اړه ووېل چې، “دوی توريالي دي، تکړه او سرکش دي خو منظم نه دي. د دوی دود دی چې که د جنګ پر وخت حمله کاميابه وي نو په دښمن ښه په نره ورځي او که داسې نه وي نو بيا ډېر په سرعت بيرته جار ووځي.” د پير سباک جنګ د افغانستان د ټوټې کيدو پېل و. ځينو تاريخونو د دې جنګ د ماتې پړه په سردارعظيم خان(سردارکلان) اچولې ده. اليګزانډر برنز پخپلو يادښتونو کې وايي چې پيښور کې خلکو باور لرلو چې هغه د خپلې خزانې د چور کيدو له ويرې جنګ ونکړو. په ۱۷۸۵ م کې زيږېدلې عظيم خان يو تکړه پوځي و او ښه انتظامي صلاحيت يې لرلو. دی د ۱۸۰۹ م نه تر۱۸۱۳ م د پيښور او بيا تر ۱۸۱۹ م د کشمير والي پاتې شوې و. ده ۶ ودونه کړي وو چې يوه ميرمنه يې کشميرۍ او يوه د کافرستان وه. د نوښار په جنګ کې د ده لويه ټاکټيکي تيروتنه دا وه چې شپه يې سيند پر غاړه تيره کړه. که د مخې سره غازيانو سره يو ځای شوې واې نو ممکن سيکان يې مات کړې واې. دی د غازيانو د مرستې جوګه نه و ځکه د سيند نه پورې غاړه د هري سنګهه نلوه دستې لکه د دېوال ورته ولاړې وې. خو تر ټولو قوي امکان د دې خبرې دی چې د هغه خيټه خرابه شوې وه. د هغه په لښکر کې بل چا د ده لپاره فيصله نشوه کولې. دی دومره کمزورې شوې و چې پيښور ته هم ورنغلو او ممکن بې هوشه حالت کې يې د جنګ له ميدانه وويستلو. سردار عظيم خان په لته بند کې مړ شو او د کابل په عاشقانو عارفانو هديره کې خښ دی. د ده شپږ زامن او يوه لور ترې پاتې شول.
د پاينده خان نور زامن د خپل ورور عظيم خان په ميراث اخته شول چې انګريزانو يې تخمين درې کروړ(۳۰ ميلينه) پاونډ لګولې وه.
په دې جنګ کې ۳۵۰۰ پښتانه قرباني شول چې د پيرسباک په لوی هدېرې کې خښ دي. د سيکانو ځانې تاوان ۲۵۰۰ زره و او د دوی د کوماندان “پهولا سنګه” سمادهي (د شهادت ځای) هم پير سباک کې جوړ شو. رنجيت سنګه دغه نيم کلې د سمادهي لګښت ته وقف کړل او پکې نهنګ سيکان مېشت شول. په ۱۷ مارچ ۱۸۲۳ رنجيت سنګ ډېر په شان پيښور بالاحصار ته وردننه شو او درې ورځې يې پوځيانو د خليل مومندو کلي لوټ کړل. يار محمد هم د غرونو نه بيرته راغلو، د پيښور حاکم کيدو لپاره يې مهاراجه ته يو لک روپۍ، پنځوس اسونه او يو اس “ګوهربار ” ډالۍ کړل. د خپل حفاظت لپاره د سيکانو پوځي دستې پيښور کې ساتلو ته يې هم غاړه کيښوده.

سرچينې
۱. پښتانه(دي پټهانز) اولف کېرو اردو ژباړه سيد محبوب علی- پښتو اکاډمي پېښور، ۲۰۰۱ م چاپ.۴۴۰ او ۴۴۱ مخ.
۲. افغانستان د تاريخ په بهير کې. ليکوال ميرغلام محمد غبار- ژباړن، اورنګزيب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه ۲۰۱۵ م. ۶۷۰ مخ.
۳. بونير خدوخيل- تاريخي،تحقيقي او ثقافتي جايزه. حيدرعلی اخوندخيل. ۲۰۰۸ م د ۷۴ او۷۵ مخ.
۴. تاريخ سرحد- مولوی مير احمد .۱۹۰۵ م. بيا چاپ ۲۰۱۲ م – مکتبه جمال، لاهور.۶۲ او ۶۳ مخ.
۵. د افغانستان سلطنت- يوه تاريخي خاکه. جي، پي، ټيټ.۱۹۱۱ م- دسمبر ۲۰۰۱ م انټرنيټ چاپ- ۱۳۱ مخ.
۶. پنجاب او پښتانه ( سکهه شاهي دوره) خواجه محمد سائېل بهادر کلې، پيښور. جنوري ۲۰۰۰ م – ۸۶ نه تر ۸۹ مخ.
د خپريدو ڼېټه- ۱۲ جولاي ۲۰۱۶ م

صفيه حليم له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button