افغانستانسلايډ

د ننگرهار والي له خپلې دندې استعفا وکړه

د ننگرهار والي سليم خان کندوزي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي امريکا غږ سره خبرو کې د نوموړي د استعفا پخلی کړی خو دا يې نه دي ويلي، چې ښاغلي کندوزي ولې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

پر فېسبوک پاڼه د ننگرهار ولايت د رسنيو دفتر ليکلی، چې والي د گڼ شمېر ستونزو او لاملونو له کبله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

د والي وياند وایي، والي د رسنيو کار کوونکو او قومي مشرانو ته ويلي، چې ولايت مقام ته ورشي، څو په دې اړه وضاحت ورکړي.

کندوزی نږدې دوه کاله د ننگرهار والي و او اوس گمان کېږي، چې ننگرهار کې پرلپسې زياتېدونکۍ نا امنۍ او جرمونه د دې لامل شوی وي، چې والي خپله دنده پرېږدي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button