افغانستان

د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلین ونیول شول

ځلاند ډاټ کام: د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې ددغه ولایت د پوهنتون لسګونه محصلین نیول شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون محصلین په دې تورن وه چې لس ورځې وړاندې یې په یوې مظاهره کې د طالبانو او داعش بیرغونه پورته کړي وو.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تایید کړې چې نیول شویو محصلینو په مظاهره کې ګډون کړی و چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ونیول شول.

خوږیاڼي د نیول شوو محصلینو دقیق شمېره نه ده څرګنده کړې خو په ننګرهار کې سیمه‌ییزې رسنیو د نیول شوو شمېر ۲۷ کسان ښودلي دي.

ښاغلي خوږیاڼې زیاته کړې چې یو شمېر محصلین تښتیدلي چې د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو هڅې روانې کړي.

خوږیاڼې له قوله د دغه کسانو د نیولو فرمان د مرکزي دولت او سیمه ییزو چارواکو له خوا صادر شوی و.

د ننګرهار پوهنتون محصلینو لس ورځې وړاندې د ملي وحدت حکومت پر ضد مظاهره وکړه، دوی ادعا کوله چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورته بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې یو له نارامو ولایتونو څخه دی. دغه ولایت کې د طالبانو سربېره په څو ولسوالیو کې داعش هم فعالیت کوي.

Tags

ورته مطالب

2 Comments

  1. تر ټولو بهتره دا وه چې مخکې لدې چې داسې وضیعت رامينځ ته شي بايد مخنيوی شوی وي

  2. زه خپله شخصا دا کار تقبیح کوم دولت دا ښه کار نه ده کړی د محصلينو نيول يا شکنجه کول هغه هم د بدل اعاشي په سر بايد دولت دا محصلين بيرته پريږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button