افغانستانخبرونهسلايډ

ننګرهار: ځانمرګي برید کې نولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دغه برید نن شاوخوا لس بجې د ننگرهار ولایت، جلال اباد ښار پنځمې ناحیې مربوطاتو کې شوی، چې له امله یې نولس تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
برید په ننگرهار کې د یو قومې مشر په موټر شوی.
د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، برید د قومي او په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو د مشر حاجي حیات خان په موټر شوی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې خپله حاجي حیات خان او د هغه ساتونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
برید گر د حاجي حیات الله د ساتونکو لخوا په ډزو وویشتل شو او له زخمي کېدو وروسته يې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. چې دوه تنه په کې مړه او اوولس نور ټپیان شول.
له دې وړاندې، د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل کې د میدان وردگو ولایت د پولیسو اکاډمۍ پر تازه فارغ شویو پولیسو د ځانمرگي برید په ترڅ کې دوه څلوېښت تنه وژل شوي او تر اويا زیات ټپیان شوي وو.
د ننني برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ویل کېږي ښايي داعش وسله والو کړی وي.
باید وویل شي، چې د ننگرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم یو تن قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان تېره شپه د نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوی، چې ځایي اوسیدونکي يې پړه پر داعش وسله والو اچوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button