افغانستان

د نقیبي لور ډیوې نیازۍ ته؛ د افغانانو جالبې تبصرې

د ښځو له منځه پارلمان ته پخوانۍ نوماندې او مدنې فعالې ډیوې نیازۍ وړمه ورځ په خپل رسمي فېسبوک ادرس باندې یو “پوسټ” خپور کړی وه، چې په کې یې د حکومت له هغې پریکړې څخه ملاتړ کړی وه په کوم چې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به په تذکره کې د مور نوم هم لېکل کېږي.

ډیوې نیازۍ پر خپل رسمي فېسبوک ادرس باندې لیکلې وه: ((زما نوم ډیوه؛ د مور نوم مې “بي بي نقیبه” له خواږه نومه یې ځار شم. د پلار نوم مې سیدعلي د خدای بښلي پلار له خواږه نومه هم ځار شم. زما لومړنۍ ښوونکې، زما جنت زما مور جانه بي بي نقیبه  په نوم کې ما داسې څه د شرم پیدا نه کړل اوس تاسې ووایې دې کې د شرم څه دي؟ ماته تاسې د سیدعلي لور او یا د بي بي نقیبې لور ویلی شئ زه په کې د شرم او عیب څه نه وینم.))

چې نوموړې ته پر یاد پوسټ باندې خورا جالبې تبصرې شوې دي. یو لړ هېوادوالو ورته په تبصره کې منفې تبصرې کړې دي او دا یې یو له شرم ډک کار بللی دی چې خپل د مور نوم یې څرګند کړ.

یادو تبصرو ته په ځواب کې ډیوې نیازۍ یو بل پوسټ کړی دی او لیکلې یې دي، که چیرې د مور نوم په څرګندولو کې شرم وه نو حضرت محمد (ص) به هم د خپلې مور نوم نه څرګندولو.

اغلې ډیوې نیازۍ له مریم سما څخه هم مننه کړې ده، چې نوموړې څه موده وړاندې په پارلمان کې غوښتنه کړې وه چې باید په تذکره کې دې د هم مور نوم ولېکل شې، چې اوس رسماً دا چاره تصویب او تائید شوه.

د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به د نوې پریکړې پر بنسټ په تذکره کې د مور نوم هم لېکل کېږي. دا پرېکړه به ډېر ژر تصویب شې، خو شنونکي وايي، حکومت ناکام دی نو ځکه د خلکو فکر په داسې وړو وړو کارونو مصروفوي.

Tags
Back to top button