پاموړ

د مینې ډولونه

ژباړن : عطا محمد میاخېل/
۱ ـــ هیله منه مینه یا هغه مینه چې د ډېرې خوشبینۍ پر بنسټ را منځته شوې وي :
کله چې مینېږو، نو داسې انګېرو، چې هغه کس به زموږ ژوند ته بدلون ورکړي، ښایي هغه فرد له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو خپل غم و خپګان هېر کړو، مګر تر ډېره دا ډول مینې ظاهراً آرامه او منطقي تر سترګو کېږي .
۲ ـــ ژغورونکې مینه :3d_love_threedimensional_character_modeling_pictures_170079
په دې برخه کې، موږ د دې له پاره په یوه فرد باندې مینېږو، چې موږ له یوازېتوب څخه ژغوري . دې ډول مینې ته ژغورونکې مینه وایي؛ په دې مرحله کې، د تېرې برخې په څېر فرد هڅه کوي، حقایق نالیدلي ونیسي او ځانته بې بنسټه هیله ورکړي .
۳ ـــ له ځانه د کرکجن اوسېدو په خاطر مینه :  
په دې مرحله کې موږ د دې له پاره مینېږو، چې زموږ د خوښې وړ فرد له موږ سره بد چلند کوي، ځکه چې موږ هم په دې باندې باور لرو، چې د دې بد چلند وړیو، د دا ډول اشخاصو بېلګه، بد ژبي، تېري کوونکي او جګړه مار دي  . دا له رښتینې مینې سره په ټکر کې دی .
۴ ـــ پېرودونکې ( اخیستونکې ) مینه :
په دې برخه کې، موږ د دې له پاره په یوه شخص باندې مینېږو، چې فکر کوو دا مینه تر ډېره زموږ ژوند ارزښتمن کوي . دا مینه کابو هیله منې مینې ته ورته ده، مګر ښایي دا مینه ډېره شدیده وي . کېدای شي د دې له پاره وي، چې نور نو کوم بدلون زموږ په ژوند کې رامنځته کېږي، یوازې ظاهري نه دی .
۵ ـــ کار اخیستونکې مینه :
موږ په دې مرحله کې هغه مهال مینېږو، چې متوجه کېږو، د فرد لېوالتیاوې، هیلې او موخې زموږ له لېوالیتاوو، هیلو او موخو سره ورته والی لري . فکر کوو، کېدای شي دا کس له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو تر هرڅه ژر خپلو ګډو موخو ته ورسېږو .
۶ متضاده مینه :
زموږ دا برخه د دې له پاره، چې زموږ د پام وړ فرد مرموز او د نه پوهېدلو وړ شخصیت لري پرې مینېږو . هغه عجیب کارونه ترسره کوي، چې موږ بوخت ساتي او زموږ له پاره په زړه پورې دی . دا فرد داسې شخصیت لري، چې زموږ له شخصیت سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی او موږ په همدې دلیل پرې مینېږو، چې دا مینه د رښتینې مینې په مقابل ټکي کي  قرار لري .
۷ ـــ رښتینې مینه :
په دې برخه کې موږ هغه مهال په خپل مقابل فرد باندې مینېږو، چې خپل شخصیت په هغه کې وینو، هغه داسې یو کس دی، چې موږ ته ورته اخلاق، هیلې او لېوالتیاوې لري .

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button