نثر

د مږه او مېږو مخالفت او د لېوه قضاوت

حامد افغان

مېږو پخپله رمه کې د مږه له چلنده شکایت وکړ، څرنګه چې دوی کم وسه وې؛ نو د نه خوړلو اعتصاب یې پیل کړ، مږه وړاندیز وکړ چې که هر څوک زما په اړه شکایت لري، زه او هغه به لېوه ته ورځو او هغه به زموږ ترمنځ پرېکړه کوي. چې څوک ظالم وي هغه به لېوه خوري او مظلوم به پرېږدي. دا خبره مېږو هم خوښه کړه.

لومړی شکایت یوې مېږې وکړ چې مږ یې اوبو ته نه پرېږدي، دواړه د لېوه محکمې ته ولاړل، لېوه د موضوع اړوند غور و فکر ته اړتیا نه لرله، فیصله یې وکړه چې مېږه ظالمه ده، سمدستي یې له ستوني ونیوله او عاجزه مېږه د ظالم مږه له لاسه د لېوه د وحشت ښکار شوه.

کیسه په همدې توګه روانه پاتې شوه، مږ ظلم او تېری کوي، ظالم قاضي ناروا فیصلې کوي او مېږې په نوبت سره حلالېږي! ان تر دې چې مېږې ټولې ختمې شوې. اخیر قاضي مږ راوغوښت او ورته ویې ویل: ایا پر خپل ولس له ظلم نه دې لاس اخیستی؟! مږه ورته وویل: نه، خو هغوی ټولې ختمې او تا وخوړلې؟!!

لېوه ورته وویل: اوس ستا نوبت راغی! مږه په حیراني وویل: زما نوبت راغی؟! ما د خپل قوم فرد فرد په تا وخوړ چې تا راضي کړم، خو ته لا نه یې موړ؟!! لېوه په ځواب کې ورته وویل: لومړۍ ورځ مې لا ستا د خوړلو نیت کړی و، خو ځکه مې پرېښودلې چې ته پخپله د خپل قوم فرد فرد ما ته وړاندې کړې. اوس ستا نوبت راغی او په تا کې شته خیانت ستا غوښې راته خوږې او خوندورې کړې دي…

د امریکایانو تر وحشت لاندې ځینې اسلامي هیوادونه د دې کیسې روڼه انځورونه دي، تفصیلي تمثیل یې تاسو راته ولیکئ، چې مېږې، مږان او لېوه څوک دي؟

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button