افغانستانسلايډ

د ميدان وردگ پنځه ولسوالۍ له لوړ امنيتي تهديد سره مخ دي

د ميدان وردگ پنځو ولسواليو کې وسله وال مخالفين دمگړۍ پراخ فعاليت کوي او دغه ولسوالۍ له لوړ امنيتي تهديد سره مخ دي.

د ميدان وردگ اوسېدونکي وايي، جگړه اوس د دې ولايت ښار ته رارسېدلې ده. ميدان وردگ د پلازمېنې کابل په پنځه دېرش کيلو مترۍ کې پروت دی او له تېرو څو کلونو راهيسې په کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ پرله‌پسې جگړې کېږي.

د ولايت اوسېدونکي او ځينې چارواکي وايي، چې سيد اباد، چک، جغتو، دايمرداد او جلرېز هغه پنځه ولسوالۍ دي، چې دمگړۍ له لوړ امنيتي تهديد سره مخ دي او ډېری برخې يې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د ميدان وردگ ولايت د شورا غړي هلته روان امنيتي وضعيت ښه نه بولي او نيوکه کوي، چې حکومت ورته کومه پاملرنه نه کوي.

د دې ولايت امنيه قوماندان څرگندوي، چې له ولايته تېرې د کابل-باميانو او کابل-غزني لويې لارې تل د وسله والو د بريدونو شاهدې وي.

چارواکي ميدان وردگ ولايت ته د حکومت نه پاملرنه، خلکو سره د امنيتي ځواکونو ناسم چلن او ځينې نورې ستونزې هلته د جگړې اصلي عوامل بولي.
د يادونې ده، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ هم د جلرېز ولسوالۍ پر پوستو پراخ بريدونه کړي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button