پاموړ

د موټر جوړولو لپاره مو مستري ته ضرورت نشته، يوازې دا عينکې په سترګو کړئ!

د موټرجوړولو مشهور او ستر شرکت (BMW) په دې وروستيو کې داسې سمارټ عينکې جوړې کړې دی، چې که کله مو پر سترګو کړې، نو بيا دې ته چې موټر مو ميستري ته بوځئ ، اړتيا نه ليدل کېږي.
دا چې د ماډرن موټرو ټولې چارې اتومات دي ( لکه ګېر، ښيښې، پارکېنګ، اونور…) او سيستم يې هم ټول برقي دي ، نو که له يوې خوا یې د چلوونکو لپاره په په ډرايوري کې اسانتيا رامنځ ته کړې ده ، خو له بله پلوه د داسې اتومات موټرو تخنيکي او د جوړونې چارې يو څه ستونزمنې دي، (د افغانستان زياتره مستريان خو هغه د ۱۹۸۸ ماډل موټر په جوړونه هم ډېر په سختي پوهېږي)
نو پر همدې بنسټ د بي ايم ډبليود موټر جوړولو شرکت داسې عينکې ډيزاين کړې دي چې د موټرو د خرابو شويو ځايونوپه ګوته کولو سره ،ټيک هماغه ځای درښيي،چې خراب شوی دی ، د کارونکي لپاره یې يوازې دومره ستړيا ده، چې دا عينکې پر سترګو کړي، او نور نو نورو تخنيکي مهارتونو ته هم اړتيا نشته،
په دې عينکو کې د موټر خراب اينجن ته وګورئ، د انيمېشن له لارې د موټر ټولې پرزې، عينکې په اتومات ډول جدا او تجزيه کوي او حتی يو نټ چې څه ډول بايد تاوو او ټينګ کړای شي هم درښيي.sun-glass-mechanic
او چې دا عينکې مو پر سترګو وي، او د بي ايم ډبليو موټر اينجن ته پکې وګورئ، يو ۳ډي عکس د موټر په اينجن درته ښکاري.
دا عينکې يې چلوونکي ته د موټر د ټول اينجن هره پرزه په برجسته ډول معلوموي او يو مکتوبي ليکل مو د عينکو په يو کونج په چپ طرف کې در ښکاره کوي ،او هغه ځای چې خراب دی ،درښيي یې.
دا عينکې له موبايل سره هم کنېکټ کېږي او هغه ځای چې خراب شوی دی په لوړ غږ هم درته ښودلی شي(د خراب ځای نوم درته اخیستلی شي)
او حتی د تري ډي انيمېشن له لارې دا هم درښيي، چې څه ډول هغه خراب شوی ځای راخلاص کړئ او کوم نټونه بايد کوم لوري ته خلاص شي، چې خرابه شوې پرزه ترې راوباسئ او سربېره پردې د چپ لوري په لاندنۍ برخه کې هغه سامان هم درښيي چې خراب شوی ځای ورباندې راخلاص کړئ او هغه رينچونه په نمبر ۱۰،۱۱،۱۲ ،۱۳…) درښيي چې هغه خراب شوی ځای پرې راخلاصېږي.دا ددې لپاره چې هېڅ بانه چلوونکي ته پاتې نشي.
خو ياده دې وي چې دا عينکې اوس مهال يوازې د بي ايم ډبليو موټرو د وروستي ماډل لپاره کار کوي.

نور احمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button