روغتياسلايډ

د مور شيدې څښل د ماشوم دماغ ښه کوي

نويو څېړنو ښکاره کړې ده چې هغه ماشوم چې د مور شيدې ډېرې څښي، دماغ يې ښه کار کوي او تر دې عجيبه دا ده چې هغه مور چې خپل ماشوم ته شيدې ورکوي، هغې ته هم ګټه لري.

په دغه څېړنو کې پوهانو ۱۸۰ ماشومان له هغه مهاله تر غور لاندې نيولي وو چې له موره زېږېدلي او تر اووه کلنۍ پورې به د دوی تر تجربې لاندې وو.

څېړنه ښکاره کوي چې هغه ماشومان چې وختي پيدا کېږي او د پيدايښت په لومړيو ۲۸ ورځو کې د مور شيدې وڅښي، دوی ډېر هوښيار وي. دغه راز د دوی د زده کړو پايله هم تر نورو ماشومانو ښه وي.

يوه څېړونکي، منډې براون بيلفورټ، د ماشومانو مور و پلار ته سپارښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته مورنۍ شيدې ورکړي، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته چې له وخته مخکې پيدا شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button