د پرون کیسهسلايډکتابونهنظر او تحلیل

د ملگرو ملتونو په کورنۍ کې غورځې پرځې (۵)

د ملگرو ملتونو په کورنۍ کې غورځې پرځې (۵)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی ځانگړی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

له خپلو کارمندانو سره په هماغه لومړنۍ ناسته کې راته جوته شوه چې د ټام گریگ هغه ارزونه چې له راتگ وړاندې یې په نیویارک کې راته وړاندې کړې وه، کره او وړ هغه وه. په یوناما کې ډېر پوه او فعاله مامورین وو، خو دوی په هغو برخو کې چې په اړه یې هیلې ډېرې لوړې وې، ډېره لږه تجربه درلوده، په ځانگړې توگه د مرستو همغږي، د ادارو جوړول او بشري څانگې. په ملگرو ملتونو کې د امنیت شورا د هیلو یوه تگلاره درلوده، خو د مالي او بشري زېرمو په موندلو کې بریالۍ نه شوه. د هرې ورځې په تېرېدو د امنیت وضعیت کاواکه کېده. د ملگرو ملتونو او د نادولتي مؤسسو کارمندانو ته دا سخته وه چې په هېواد کې وگرځي، خو موږ اړ وو چې ډېر پوه او فعاله مامورین ولرو، خو له بده مرغه چې داسې ونشول.

کله چې په ۲۰۰۳ز کې افغانستان ته راغلی وم، هغه مهال د امنیتي پېښو کچه ٪۵ وه. په دې کې له وسله والو سره نښتې، ځانمرگي بریدونه، د سړک د غاړې ماینونه هر څه شامل وو، خو په راتلونکو دریو کلونو کې د پېښو کچه لس ځلې لوړه شوه، په بله مانا ۵۱۰۶ ته پورته شوه. په ۲۰۰۸ز کې، چې د ملگرو ملتونو د استازي په توگه زما لومړی کال و، دغه کچه ۸۸۹۳ ته ورسېده. پر دې سربېره د طالبانو او نورو وسله والو په بریدونو کې د سیمو په پرتله هم زیاتوالی رامنځته شو. دا بریدونه د طالبانو له دودیزو مرکزونو څخه چې په سویل او خیځ کې وو، پلازمینې او مرکزي ولایتونو لکه وردگ، لوگر او کاپیسا ته هم وغځېدل.

ځینو رسنیو خو دا هم ویل چې طالبان د کابل په دروازه کې ولاړ دي او پلازمېنه کلابنده شوې ده. دا له مبالغې پرته بل څه نشي کېدای، خو کابل اندېښنو پر سر اخیستی و.

پر سرینا برید د نوو تکتیکونو بیلگه وه چې پر کابل يې د بریدونو فشار بللی شو. د ۲۰۰۸ز د اپریل پر ۲۸مه نېټه چې مجاهدینو په کابل کې د خپلې بریا ورځ لمانځله، ترهگرو پر رسم گذشت داسې مهال برید وکړ چې ولسمشر کرزي، وزیرانو، بهرنیو هېوادونو سفیرانو او استازو شتون درلود. له څېړنو وروسته معلومه شوه چې دښمن امنیتي ارگانونو ته لار موندلې وه. زه دا مهال اروپا ته پر لار وم، ځکه ما په رسم گذشت کې بلنه رد کړې وه. دا په دریو میاشتو کې د دویم ځل لپاره زه له یوې چاودنې په تصادفي توگه روغ وتی وم.

له رسم گذشت څو ورځې وړاندې ما له ولسمشر سره د رسم گذشت په اړه ټوکې کولې. ما د چورلکو د هغه شو په اړه چې ورځ تر بلې به یې د کابل له پاسه تمرینونه کول، یادونه وکړه. ولسمشر یو له خپلو وزیرانو وپوښتل: آیا رسم گذشت رښتیا هم اړین دی؟ ډېرې پېسې پرې لگیږي او خلک د سبا لپاره په سوچ کې وي چې څه به خوري؟» خو خبره له خبرې تېره وه. رسم گذشت وشو.

یوه نیمه میاشت وروسته د جولای پر ۷مه نېټه له چاودېدونکو توکو ډک موټر په کابل کې د هندوستان سفارت مخ ته وچاودېد او له شپېتو ډېر خلک يې ووژل، د سرینا هوټل له برید راوروسته دا د خپل ډول لومړنی هغه و چې ما ولیده. که څه هم موږ د چاودنې له ځایه څخه نږدې یو کیلومتر لیرې او په خوندي ځای کې استوگن وو، خو بیا هم زما د دفتر ښېښې راپرېوتې. کوټه دوړو پر سر واخیسته، څوکۍ او میز پکې نه ښکارېدل. د سړک د غاړې بمونو، ځانمرگي بریدونو او د وژنو شمېر په ډراماتیک ډول پورته شو. پر دې سربېره د سړي تښتونو پېښو د مرستندویه مؤسسو مامورین گواښل. د ملکي ادارو مامورینو له مخامخ او یا هم له عادي جگړو څخه چې د دوی په کار ځای کې به رامنځته کېدلې، ځانونه داسې ژغورل چې سیمه به یې پرېښوده، خو دا وړاندینه سخته وه چې بم چېرې ښخ شو او څه وخت به د سړي تښتونې پېښه رامنځته کیږي.

د ۲۰۰۸ز د اگسټ په ۱۳مه، کابل ـ گردیز په لویه لار کې  د سور صلیب پر کارمنانو برید وشو. درې بهرنۍ ښځینه کار کوونکې او یو افغان ووژل شول. دا زموږ او نورو لپاره یو ډول گوتڅنډنه وه چې له دې وروسته له طالبان او وسله وال د نادولتي مؤسسو کار کوونکي په نښه کیږي. د نادولتي ادارو او ملکي مرستندویه مؤسسو لپاره چاپېریال ستونزمن شو، خو له بریدونو وروسته به مې چې له دوی سره ناسته درلوده، دوی به یو ډول سرتمبگي کوله. د کار دوام به یې له استعفا غوره باله. دوی به ویل چې هېڅکله به وسله والو ته اجازه ورنه کړي چې په افغاني ټولنه کې د دوی د فعالیتونو مخه ونیسي. ما څو ځلې له افغان مامورینو او آن له ولسمشر اوریدلي دي چې د نادولتي ادارو پر مامورینو بې نیوکه کوله. نړیوالو ځواکونو کله نا کله سیاسي مشرانو به دا شکایت کاوه چې نادولتي مؤسسې ځانونه د ماموریت برخه نه گڼي، خو دوی به ویلی موږ باید د نورو لپاره د ښو او عالي اخلاقو مخبېلگه واوسو. دا ډول نیوکې له نیاوه لیرې او بې بنسټه وې.

ډېرو د غو بې وسلو مؤسسو خپل مامورین داسې سیمو ته استول چې هلته ځینو هیوادونو خپل عسکر د زغروالو موټرو په درلودلو سره بیا هم نشوای لېږلی. او ایساف ځینو مشهورو مشرانو دا نه شوای درک کولای چې د نادولتي مؤسسو ځینې کارونه باید د خلکو او یا وسله والو په خوښه تر سره شي.

زه چې کابل ته راورسېدم، نو داسې ښکارېده چې د بشري ناورین نښې راښکاره شوې دي. حاصلات د اوږدې وچکالۍ له کبله په هیڅ حساب وو، موږ د خوراکي توکو د کمښت جدي وړاندوینه کوله. له بلې خوا ولسمشر کرزي وار له مخه په نړیواله کچه د خوراکي توکو د نرخونو له لوړېدو څخه خبر کړی وم. سړو او واورو وضعیت نور هم خرابولای شوای.

لرو پرتو سیمو ته د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو رسولو هم خورا ستونزمن کار و. افغانستان بیخي حساس هېواد دی، ځکه چې نه سړکونه لري او نه سمې لارې. کلي او ځینې نورې مهمې سیمې به د واورو له کبله په میاشتو میاشتو بندېدې، ځکه وړ او اسانه لارې ورته نه وې جوړې شوې. په دایکنډي کې چې د افغانستان له مرکزي لوړو سیمو څخه گڼل کیږي، ایله یو کیلومتر پوخ شوی سړک تر سترگو کېده، خو هلته له اړتیا زیات غرونه او واورې وې. نور ولایتونه هم دومره ښه نه وو. کلونه کیږي چې کرنې ته پاملرنه نه ده شوې. د اوبو لگولو سیسټمونه کم او یا هم ویجاړ شوي وو، نو کرنې پر ورښتونو ډډه لگوله.

بده خبره خو دا وه چې یو عجیبه تصادف و. له یوې خوا وچکالۍ حاصلات اغېزمن کړي وو، له بلې خوا د خوراکي توکو بیه لوړه شوې وه چې توکو ته رسیدن او لاس رسی یې له ستونزو سره مخامخاوه؛ له بلې خوا واورې کيدلې چې کلي او ټولنې یې له یو بل څخه بيلولې. په هر صورت بېچاره مخلوق ته ځان رسونه اسانه کار نه و. بس له گواښه ډک یوه حالت سره مخامخ وو.

د ۲۰۰۸ز په جنورۍ کې ملگرو ملتونو او افغان دولت د ۸۱ ملیون ډالر په اندازه د خوراکي توکو سپارښتنه وکړه چې یو څه تشه خو را ډکه کړي. خوراکي توکي چې ډېره برخه یې غنم وو، راونیول شول او ژر ووېشل شول. شپږ میاشتې وروسته چې د خوراکې توکو د کمښت مخه نیول شوې وي، د ۴۰۴ ملیون ډالرو سپارښتنه وشوه، تر څو د ژمي په موسم کې د اساسي توکو تشه ډکه کړي او همدارنگه به له بزگرانو سره مرسته وشي چې د راتلونکي کال لپاره چمتووالی ونیسي. نږدې پنځه میلونه افغانان د وچکالۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړوالي څخه اغېزمن شوي وو، چې په منځنۍ کچه هرې کورنۍ په ۲۰۰۵ز کې د خپل کلني عاید ٪۵۶ د خوراکي توکو په رانیولو لگوله، خو اوس دغه سلنه ۷۳ ته پورته شوې وه.

د اپریل په پیل کې نارام ولسمشر کرزي خپل وزیران او سفیران په ارگ کې سره راټول کړل چې د خوراکي توکو د کمښت په اړه ورسره خبرې وکړي. په وروستیو میاشتو کې د اوړو بیې نږې ۷۰ سلنه لوړې شوې وې چې په ۲۰۰۷ز کې دا بیې دوه برابره لوړې شوې. کرزي ویل: خلک به پر دې نه پوهیږي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل نړیواله ستونزه ده. که وضعیت همداسې دوام ومومي، لوږه به په نورو ستونزو سربېره سیاسي او ټولنیزې ناکرارۍ هم را وزیږوي، ځکه وار له مخه د هېواد په مختلفو سیمو کې لاریونونه شوي وو.

د پوهنې وزیر حنیف اتمر د استادانو لپاره د خوراکي توکو غوښتنه کړې وه. ښوونکو چې د حکومت د ملکي مامورینو ستره برخه جوړوله، د لاریون گواښ کړی و. خراب امنیتي حالت لېرې پرتو سیمو ته ورتگ لاپسې سخت کړ. د بشري مرستو د یوې ادارې یو مامور په مرستو کې د ملگرو ملتونو د رول په اړه راسره بحث کاوه او دا ستونزه یې رابرسېره کړه: موږ نه پوهېدو چې په سویل کې به ماشومان څرنگه وي؟

له ناوړه حالت سره د ملگرو ملتونو د مبارزې کچه ډېره ټېټه وه. دا ښکاره وه چې له سختو شېبو سره د وړتیا لوړولو او د موضوعاتو همغږي کول زموږ له لومړیتوبونو څخه وو او په ملگرو ملتونو کې د امنیت شورا دغه دنده یوناما ته ورکړې وه. موږ د وړتیا لوړولو پلان جوړ او په نیویارک کې له مرکزي دفتر او نورو اړوندو ادارو سره شریک شو. دغه پلان موږ ته دا حق راکاوه چې له ۹۰ څخه زیات نوي افغان او بهرني مامورین په کابل او د هېواد په نورو برخو کې پر دنده وگومارو.

زه خوښ وم چې کاري غبرگون مو تېز و، خو د خپل پرپوزل په اړه د جان هالمز غبرگون ته چې په ملگرو ملتونو کې د بشري مرستو د همغږۍ د یوې ادارې برتانوی مشر و، هېڅ چمتو نه وم. په ملگرو ملتونو کې هېچا داسې نوښت نه و کړی چې د بشري مرستو په برخه کې د ملگرو ملتونو ظرفیت لوړ کړي. د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په کابل کې نه و او نه یې په دې اړه کومه غوښتنه کړې وه، نو ښکاره خبره ده چې هالمز نه غواړي په بشري برخه کې د یوناما ظرفیت لوړ شي. له ډېرو گرمو بحثونو وروسته خبره د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته ورسېده. هغه له ما څخه بشپړ ملاتړ وکړ او په کابل کې د بشري مرستو د همغږۍ نوی دفتر پرانیستل شو او له دې لارې موږ دغه چاره تر سره کړه. زموږ پلان ومنل شو او خبره په همدې ځای پای ته ورسېده. زما له انده موږ باید سر له اوسه په افغانستان کې بېوزله خلکو ته پام کړی وای، نه په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په دفتر کې د واک پر سر شخړې ته. یو شمېر بسپنه ورکوونکو سمدلاسه د نوو کسانو گومارنې په موخه د ۲۰۰۹ز د بودیجې لپاره خپل چمتووالی وښود. د څو اونیو په ترڅ کې موږ ملیونونه ډالر تر لاسه کړل. د بانکي مون د روښانه هوډ په شتون کې جان هالمز خپل مخالفت ته دوام ور کړ: تاسې نشی کولای چې د اړتیا وړ کارمندان د ژمي له را رسېدو وړاندې وگومارئ. نوموړی باوري و چې دا کار به دی د څو اونیو په ترڅ کې وکړي، خو دا تشه لافه وه او بس. یو شمېر نادولتي موسسې (NGOs)اندېښمنې وې او له ما سره په ناسته کې يې دبشري مرستو د همغږۍ په دفتر کې لیوالتیا ښودله او ځینو خو بیا ټینگار کاوه او ډیرو بیا په دې اړه هم اندېښنه درلوده چې په بحثونو به وخت له لاسه ورکړو. زه چمتو وم چې د ژمي له پای ته رسيدو وړاندې خپلې تجربې له سره وارزوم. موږ باید له اټکل شوو ستونزو سره ژر تر ژره مرسته کړې وای، خو هالمز خپل مخالفت ته دوام ورکړی و او غوښتل یې چې پاملرنه له منځه یوي او وخت ضایع کړي. په سپټمبر کې مې بانکي مون ته خبر ورکړ چې زه نور کار پریږدم. ما ویل که بل څوک کار په چابکتیا سره تر سره کولای شي، رامیدان ته دې شي، زه د هغو بسپنه ورکوونکو پر وړاندي چې په ډیر سخاوت یې له موږ سره مرسې کړي، خجالت وم. د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ځنډ سره رامنځته شو. افغان حکومت د مرستو له ځنډ چې لامل یې د ملگرو ملتونو خپلې ستونزې وې، خفه و. د ۲۰۱۰ز په جون کې له دوه کلن بحث وروسته، دېرشو نادولتي مؤسسو هالمز ته شکایت وکړ او د بشري مرستو د همغږۍ له وړتیا یې سر ټکاوه، اساسي همغږي، پلان جوړونه، د معلوماتو مدیریت د بشري مرستو د هغمږۍ د دفتر (OCHA)  له وړتیا پورته خبره وه، خو هالمز دغه ټوله پړه پر بې امنیتۍ او بیروکراسۍ ورواچوله. دواړو خواوو په دې اړه قانوني استدلال کاوه. یو شمېر بشري نادولتي مؤسسو په دې ټېنگار کاوه چې یوناما یو سیاسي سازمان دی. داسې یو تگلار لري چې له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره له نږدې کار کوي، نو ځکه کومې بشري مرستې چې د یوناما لخوا همغږې کیږي، ناپییلې نه بلل کیږي او د وسله والو د برید لامل گرځي. زما له انده دغه بحث کوم عملي اړخ نه درلود. د نادولتي مؤسسو پر مامورینو ورځ تر بلې بریدونه ډېریدل او دې کار د یوناما له تگلارې او یا هم سیاسي رول سره هېڅ کوم اړخ نه لگاوه.

طالبانو د بشري مرستو پر مؤسسو ځکه بریدونه کول چې دوی له افغان دولت سره مرستې کولې او له هغو هېوادو یې بسپنه تر لاسه کوله چې په افغانستان کې یې پوځیان درلودل او یا یې غوښتل چې اسلام کمزوری کړي. زه منم چې یوناما نه شوای کولای چې په یوازې ځان دا مرستې ورسوي. دا کار به یې افغان حکومت، نادولتي مؤسسو او یا هم د ملگرو ملتونو اړوند نورو مؤسسو ته سپاره. زموږ رول به د اړتیاوو پوره کول او د مرستو همغږي کول وو.

زه پوهېدم چې نادولتي مؤسسې پر بهرنیو ځواکونو باور نه کوي. د امریکا د دفاع پخواني وزیر ډونالډ رمزفېلډ د بشري مرستو پر ستراتیژیک وېش ټینگار کاوه.

خواړه او نورې اړتیاوې به هغه چا ته ورکول کیږي چې له ایساف سره مرسته کوي او هغه چا ته به نه ورکول کيږي چې دا کارنه کوي. د ده نظر او دریځ له بشري نورمونو سره په ټکر کې و، مرستې باید د هېواد بېوزله خلکو ته بې له دې چې سیاسي، گروهي او دېته ورته نور تمایلات یې په پام کې ونیول شي، ورکړل شي. ما په هیڅ ډول د رمزفېلډ د غوښتنې ملاتړ نه شوای کولای.

د ۲۰۰۸ز د مني تر پایه د خوړو نړیوال پروگرام له څلور دېرشو ولایتونو څخه په درویشتو هغو کې خوراکي توکي ووېشل، افغان حکومت هم ډېر خوراکي توکي را ونیول او پر وېش یې پیل وکړ. موږ پوهېدو چې دومره اندازه توکي به مو د بل کال تر مارچ پورې ورسوي، خو تر سوړ ژمي پورې نه شي رسېدای. د رانیول شوو غنمو کیفیت ډېر خراب و او د هېچا د درد دوا نه شول، نور غنم هېڅکله افغانستان ته رانغلل، تولیدوونکو هېوادونو افغانستان ته د غنمو لېږل ځکه بند کړل چې خپله یې خوراکي توکو ته اړتیا پیدا شوه. موږ لږ خواړه او لږه وړتیا درلوده چې د اړتیا وړ مرستې سره همغږې کړو، افغانستان او نړیوالو مؤسسو ژورې اندېښنې درلودې. له نېکمرغه څومره چې اټکل و، ژمی هغسې سوړ نه و. له نومبر را وروسته ډېر ښه ورښتونه وورېدل چې بیا د ۲۰۰۹ز تر اپریل وغځېدل او دومره ورښت وشو چې په تېرو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی. کال ډېر ښه راغی. په ۲۰۰۸ز کې د غلو دانو کچه له ۳،۶ میلیون څخه په ۲۰۰۹ز کې ۶،۳ میلیون ته ورسېده، بیې راولوېدې او د بشري ناورین مخه ونیول شوه. د هېواد مختلفو برخو ته د پروازو پر مهال به مې لیدل چې ځایونه د پسرلي له مزو ډک وو. غونډۍ او څړځایونه د تېر کال په پرتله ښه شنه وو. د ۲۰۰۸ز کال احتمالي ناورین ښودله چې له ستونزو سره د چلند په برخه کې موږ څومره بې نظمه وو او بېوزله افغانستان څومره د چاپېریال او نړیوالو بیو د بې ثباتۍ ښکار شوی و.

د خوراکي توکو په اړه بحث ځینې نورې نیمگړتیاوې هم په گوته کړې، اتمر د ښوونکو لپاره د خوراکي توکو غوښتنه کړې وه، خو ځانگړې ډلې د حکومت دې ډول مامورینو ته د سیاسي دلایلو پر بنسټ پاملرنه ونه کړه. د معاشونو زیاتول تر ټولو ښه بدیل و چې ښوونځي پرانیستي پاتې شي او د بې نظمۍ څخه مخ نیول شوې وي. د دې لپاره چې معاشونه لوړ کړو اړینه وه چې د ښوونکو د زده کړو کچه معلومه کړو، خو له ارزونې وروسته جوته شوه چې ډېر شمېر معاش لرونکو ښوونکو خپله نه لوستل کولای شول او نه هم لیکل. رښتیا هم افغانستان ته ډېر اوږد مزل ورتر غاړې و.

د بشري مرستو د همغږۍ په موخه د مامورینو گومارنې وښودله چې یوناما څومره کم مامورین درلودل. یو له دریو هر نړیوال پوست خالي و. په پيل کې ما داسې انگیرله چې ستونزه د امنیتي وضعیت ده چې خلک یې ډار کړې دي چې له غوښتنلیک ورکوونکو کمښت و او نه له حکومت څخه د ملاتړو کمښت ستونزه د گومارنې د اوږدې پروسې وه چې غوښتنلیک ورکوونکي به تر پایه موږ ته انتظار نه کاوه. تر هغې به چې د ملگرو ملتونو لخوا ورته د کار وړاندیز کېده، دوی به بل ځای دنده تر لاسه کړې وه، حکومت او غوښتنلیک ورکوونکي ته رښتیا ویل یو څه ستونزمن کار و، خو دوی په نهیلۍ نویو کارمندانو ته اړتیا درلوده. په کابل او ولایتونو کې د دغو مامورینو ځای پر ځای کولو یو کال وخت اخیسته.

موږ دا مهال په نیویارک کې اداري مامورینو ته د وبا په څېر ښکارېدو. دوی مو په دې موده کې په ټیلیفون او برېښنالیکونو تر پوزي راوستل، چې څومره شونې وي له لنډو لارو چارو کار واخلي څو وکولای شو مامورین ځای پر ځای کړای شو. زموږ د ملگرو ملتونو یوازینی ماموریت نه و چې ورته ستونزې مو درلودې. د ۲۰۰۹ز په مارچ کې د خالي پوستونو تشه له ٪۳۰ سلنې څخه ٪۱۲ ته راښکته شوه. درې میاشتې وړاندې د یوناما لپاره نوې بودیجه منطور شوه چې ۱۵۰ میلیون ډالره وه. دا داسې یو زیاتوالی و چې په ملگرو ملتونو کې  یې ساری مخکې چا نه و لیدلی. دې چارې یو کال وخت په بر کې ونېوه، خو په پای کې د ملگرو ملتونو ماموریت یوه ښه بڼه راخپله کړه.

یوناما د بسپنه ورکوونکو تر منځ د همغږۍ په موخه د مسلکي او وړ کس شتون ته اړتیا درلوده. ما داسې یو چا ته اړتیا درلوده چې د همغږۍ په چارو کې مسلکي پوهه ولري چې وکولای شي د افغان وزیرانو او سترو بسپنه ورکوونکو ادارو تر منځ د منځگړي رول تر سره کړي.

په USAID کې مارک دارډ لېوالتیا درلوده چې له ماسره کار وکړي، نوموړي په پاکستان او افغانستان کې وخت تېر کړی و او اوسمهال د همدې سیمې لپاره د USAID عمومي رئیس و. هغه دېته چمتو شو چې په واشنگټن کې دا مهمه دنده پریږدي، کابل ته راشي او د ملگرو ملتونو له ماموریت سره یو ځای شي. هېڅوک نشي کولای چې د هغه تجربه له بل چا سره پرتله کړي.

دې کس ځینې نورې ځانگړنې هم درلودې. په امریکا کې د بشري مرستو له بیروکراسۍ سره هم دننه او هم د باندې بلد و، هېڅکله پر کوم بسپنه ورکوونکي د نیوکې پر مهال زړه نازړه نه و، آن چې پر متحده ایالاتو به یې نیوکه کوله. په پای کې مارک کابل ته راورسېد. نوموړی د بسپنه ورکوونکو په همغږۍ او اغېزمنتیا کې زما ځانگړی سلاکار وټاکل شو. د ده ځانگړې تجربې، تېز کار او له ماموریت سره لېوالتیا دا ټول د دې لامل شو چې کلیدي وزیرانو سره یو ښه ملگری شي، خو د ده گومارنې اته میاشتې وخت ونیوه. په وروستیو کې ما او مارک داسې برېښنا لیکونه سره تبادله کول چې سرلیکونه به یې یو ډول «ستړي کوونکي» وو. زه د ده د ډېرې حوصلې منندوی یم. د دې لپاره چې له مارک سره مې مرسته کړې وي، ما د ملگرو ملتونو له مرکزي دفتر نه وغوښتل چې ما ته اجازه راکړي، څو د غړو هیوادونو هغه متخصصین چې بې له کومې تنخوا یې غوښتل له موږ سره کار وکړي، د موقتي حل په توگه استخدام کړم. د نیویارک ځواب منفي و، خو د ۲۰۰۸ز په وروستیو کې موږ ته اجازه راکړل شوه چې وړیا/داوطلب کارمندان وگومارو. ځینو هېوادونو ژر اقدام وکړ او موږ ته یې د کرنې او انرژۍ په برخه کې مسلکي کارپوهان راکړل. دا د ژمنو د بهیر پیل و. یو هېواد په سمندري بیالوژۍ کې یو کار پوه رامعرفي کړی و، هغه هم داسې یو هېواد (افغانستان) ته چې سمندر نه لري.

په ملگرو ملتونو کې د گومارنې پروسې، د مرستو همغږۍ په اړه بحثونو زه نور ستړی کړی وم، ځینې وختونه خو به پوره نهیلی شوم. د ۲۰۰۸ز په مني کې په نیویارک کې وم، زه د بیکمن ټاور هوټل په برنډه کې ناست وم. ما د ملگرو ملتونو ودانۍ ته چې له ما څخه څو سوه متره لېرې پرته وه، کتل. دا احساس راسره پیدا شو چې راځه استعفا وکړه. هلته زما گومارونکی د ملگرو ملتونو عمومي منشي و چې له ما سره یې د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې وه، خو په همدې ودانۍ کې زما تر ټولو سخت سیالان هم وو، هلته د ښه نیت ډېر کمیسیونونه هم وو، خو د ملگرو ملتونو بیروکراسۍ سخت قانون او کړنلارې د واک پر سر شخړو خبره دېته رسولې وه چې تگلار دې په سمه توگه پلې نشي. په کابل کې د لویدیز ډېری سفارتونه زما پر ستونزو پوهېدل او ډېره خواخوږي یې راسره ښودله. یو نوموتي سفیر د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته داسې لیکلي و: «اوسمهال ایډه لگیا دی خپله انرژي مصرفوي چې خپل مشرتابه، افغان لوری او نړواله ټولنه په پاریس کنفرانس کې د لومړیتوبونو په اړه سره یوه خوله کړي، خو ایډه د ملگرو ملتونو له بیروکراسۍ سره پر جگړه بوخت دی. دا به یو څه ستونزمنه وي چې پر کرزي د اصلاحاتو په موخه فشار راوړل شي، لکه څرنگه چې ایډه نشي کولای په نیویارک کې د تکتیکې خنډونو له کبله خپله اداره منظمه کړي، نو کرزی هم ورته مجبوریتونه لري.»

د امریکا سفیر دا خبرې د برېښنالیک له لارې په واشنگټن کې د بهرنیو چارو وزیر ته استولې وې او دا یې هم ورته کښلي وو چې نږدې کای ایډه استعفا وکړي.

ملگرو ملتونو ته په ډیرو ځایونو کې د مرستې سترگې ور اړوي. دغه اداره به هغه مهال یوه اغیزناکه هغه شي چې سیاسي او بیروکراتیک خنډونه چې د سیمه ییز فعالیت پر وړاندې پراته دي، له منځه ولاړ شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button