د پرون کیسهسلايډ

د ملکي وګړو وژنه، له پوځ سره لومړی ټکر(۸)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع‌الله ایلم

«ته طالبانو ته خدمت کوې»، یو نوموتي لویدیزوال ډیپلومات راته وویل:«دغه کارونه مرستندویه نه دي.» ما ته داسې او یا هم دې ته ورته ډېر پیغامونه په ځلونو وروسته له هغو پېښو چې د ۲۰۰۸ز د اګست په پای کې افشا شول، رسیدلي وو.

هغه مهال زه د افغان حکومت له خوا د والیانو هغې غونډې ته چې په کندهار کې د جیلانی پوپل لخوا چې د حکومت د یوې نوې ادارې چې سیمه ییز ارګانونه نومیږي مشر دی، وربلل شو وم. مشران وزیران او د ایساف عمومي قومندان جنرال مک کیز نن هم راغلی و. موخه د سیمه ییزو چارواکو او د کابل تر منځ  د ډیالوګ رامنځته کول وو. دا د خپل ډول لومړنی کنفرانس و، خو د اګسټ ۲۲مه نېټه ، د والیانو له شکایتونو چې د پولیسو او بسپنې د کموالي په اړه یې درلوده، خورا د يوې بلې پیښې په اړه شهرت ومونده او د والیانو دغه ډول شکایتونه یې تر خپل سیوري لاندې راوستل. په هماغه سهار، له کابله کندهار ته زموږ له پروازه وړاندې، موږ خبرونه تر لاسه کړل چې امریکایي او افغان ځواکونو د هېواد په لویدیز کې د عزیز آباد په نوم کلی بمبار کړی دی او د لومړنیو راپورونو له مخې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د کرزي دفتر د مړو شمېر له ۱۰۰ پورته ښوده. سوله ساتو ځواکونو د ملکي تلفاتو خبرونه ردول او اصرار یې درلوده چې یوازې او یوازې باغیان په دې پېښه کې وژل شويدي. د عملیاتو موخه د طالبانو کوم مشهور قومندان و چې له ډېرې مودې راهیسې څارل کېده او بیا له منځه ولاړ. د سوله ساتو ځواکونو! قومندان جنرال ډیویډ مک کیرنن  دکندهار په کنفرانس کې زما تر څنګ ناست و. موږ دواړو ددې موضوع په اړه له خپلو مربوطه مسؤلو همکارانو سره په بحث بوخت وو. د بحث موضوع د دواړو ډلو تر منځ یوه وه او هغه دا چې پرون شپه په عزیز اباد کې څه پیښ شویدي؟ د ملګرو ملتونو له دفتره په کابل او هرات کې موږ د ملکیانو د تلفاتو په اړه له تشویشه ډک راپورونه تر لاسه کړل. هان میلفالډ د غونډې له تالاره ووتله څو د کابل دفتر ته خبرپاڼه چې زموږ د ژور خفګان ښکارونديي یې کوله، ورولیږي، خو په لار کې د ایساف د کوم صاحب منصب لخوا درول شوې وه او په ټینګار یې ورته ویلي وو چې دا عملیات د یو مش پر ضد یوه لویه لاس ته راوړنه ده او د ملکي وګړو د وژلو اوازې خوشې درواغ دي. د صاحب منصب دې لاسوهنې دا خدمت تر سره کړ چې خپل نارویژي سلاکاره دېته اړ کړم چې پرېکنده کابل ته ولیږي او د عاجل (سملاسي) خپراوي غوښتنه یې وکړي. په راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو کارپوهان وتوانېدل چې څو ځله سیمې څخه لیدنه وکړي او ویجاړي په خپلو سترګو وګوري.

له سیمه ییزو چارواکو او شاهدانو څخه نوي معلومات تر لاسه شول. د دوی معلومات دقیق او کره ښکارېدل. د وژل شوو د نومونو لړلیک د کره معلوماتو په موخه څو ځلې له سره بیا وکتل شو او هومره کره و چې څومره د پېښې پر مهال وو. د اګسټ پر ۲۶مه موږ بله  خبرپاڼه خپره کړه. برید مو غندلی او د وژل شوو شمېر مو ۹۰ تنه کلیوال ښودلی و. د امریکا استازو او ایساف ډېر ژر غبرګون وښود. سفیر بیل ووډ په غوسه و، جنرال مک کیرنن ستوغ و، دوی دواړو د خپلې څوکۍ د ساتنې له کبله وویل:« له برید وروسته امریکایي ځواکونه د پېښې په ځای کې وو او وژل شوي ملکي وګړي د ګوتو په شمېر دي. له دې ځواکونو سره د فاکس نیوز خبریالان هم وو چې کولای شې د وژل شوو شمېر کره کړي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهان دا خبرې نه منلې چې امریکايي ځواکونه دې په سیمه کې دپیښې له ترسره کېدلو وروسته پاتې شوې وي، ځکه د دې شونتیا ډېره وه چې هغوی دې د ولسي خلکو له غبرګون سره مخامخ شي. په ورته وخت کې موږ د فاکس نیوز د خبري ټيم خبره هم کره کړه چې آیا هورې  دفاکس نیوز خبرریال و او کنه. موږ ایله په هرات کې د امریکایانو له هډې یو راپور وموند چې د فاکس نیوز خبریال په هرات کې ثبت کړی و. د کلي په اړه یې هېڅ ځانګړی راپور نه درلوده.

زموږ امریکایي ملګرو ټینګار کاوه چې عملیات بریالي وو او مهم مخالفین په پېښه کې وژل شوي دي. موږ ولې د ارقامو له خپرولو نه مخکې له دوی سره مشوره نه وه کړې؟ خو موږ هم ورته پوښتنه درلوده، هغه دا چې ولې د دوی خپلو سرتېرو کله چې دغه پېښه تر سره کېده او په میدان کې یې شتون درلود، دوی ته رښتیا نه وو ویلي؟ زه د دوی په غبرګون پوهېدم. جنرال مک کیرنن هېڅ دا نه منله چې امریکايي صاحب منصبانو له ده نه حقایق پټ کړي دي. له بلې خوا موږ د دوو نسخو په اړه خبرې نه کولې چې ډېر لږ توپیر یې دلود. هلته دوه بيلابيلي کیسې وې او تر منځ یې توپیر د آسمان او ځمکې و. زه حیران پدې وم، لکه موږ چې د دوو جلا جلا بریدونو په اړه خبرې کولې. زموږ پر خپلو کارمندانو د رسنیو فشار بې خونده و، بهرنیو خبریالانو په ځانګړې توګه امریکایانو زموږ د ارقامو او د برید په اړه زموږ په معلوماتو نیوکه درلوده.

په کابل او واشنګټن کې چارواکو هڅه کوله چې زموږ د معلوماتو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. په همدې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څېړنه وکړه چې معلومات او ارقام یې له موږ سره ورته وو. افغان حکومت وار له مخه خپلې موندنې اعلان کړې وې، هغوی د وژل شوو شمېر له دې هم ډېر ښوده، خو دا بیا یوه ځانګړې پېښه وه چې ملګروملتونو څرګند معلومات وړاندې کړل، کیسې خپل اعتبار وموند او ځانګړی اغېز یې وښنده. که د پېښې ارقام یوازې د افغان چارواکو او ادارو لخوا وړاندې شوي وای، هغومره اغېز به یې نه درلوده، څومره چې زموږ هغوی درولده او حتما به ردېدل. د امریکایي نظامیانو او سیاستوالو مخالفت له ګواښه ډک و. د یو څه مودې لپاره اندېښمن وم، آن چې شکمن وم ـ آیا ددې شونتیا چې موږ دې په خپلو معلوماتو کې له مبالغې کار اخیستی وي.

خو زموږ د کابل او هرات د بشري حقونو کارپوهانو په دې پېښه کې دخیل وو. دوی ته په کلیو کې د هر ځل لیدنې پر مهال ښه راغلاست ویل شوی و. پردې سربېره زموږ په ډله کې داسې کسان هم وو چې افغان ټولنه یې ډېره ښه پېژنده. موږ ته وار له مخه د هغې ودانۍ چې د مسجد کار ترې اخیستل کېده، انځورونه رارسیدل وو. د ماشومانو جسدونه ښکاره ښه ثبوت وو چې د پېښې په اړه یې د امریکایانو راپور ناسم ثابت کړ. ما ځینې انځورونه خپل برتانوي همکار سفیر شیرارډ کوپر کولیز ته ورښکاره کړل. هغه ډېر خفه شو او راته یې وویل چې باید خپلې داعیې ته ژمن واوسم.

ډېر ژر د پېښې لومړنۍ موبایل ویډیو پیدا شوه، بیا وروسته د کمرې نور انځورونه هم تر لاسه شول. زه او کارمندان مې د کمپیوټر مخ ته کېناستلو او ویډیو مو څو ځل ولیده. ما ویډیو ورو کړه، وبه مې دروله چې مړي وشمېرم. د کمپلې رنګ نښه کړم او د یوې پيغلې د سر زاویه وګورم. آيا دوه ځل مې شمېرلې؟ دې پایلې ته ورسېدم چې په هېڅ صورت زموږ معلوما ناسم نشي ثابتېدای. موږ پر خپلو ارقامو ټینګ ودرېدو. ۹۰ ملکي وګړي وژل شوي وو چې ۶۰ یې ماشومان کېدای شول. کوم طالب به هم پکې و. ایله یو یا دوه خو د هغوی موجودیت کیسه نشي بدلولی. دا ښکاره وه چې د عزیز آباد پېښه یو ه تېروتنه وه او نظامیانو پوره او بشپړه سرغړونه کړې وه او خپل مقررات یې له پامه غورځولي وو.

امریکایانو او ځینو افغانانو هڅه وکړه چې زموږ معلومات بې اعتباره وښیي. په ناټو کې د امریکا استازي دعوه وکړه چې ویډيو کې لاسوهنه شوې ده. یو نوموتي افغان سیاستوال وویل چې دا ټوله د ایرانیانو دسیسه وه او ملګري ملتونه غولول شوي دي. له امریکایانو سره هورې په عزیز آباد کې افغان ملي ارود هم وه. اوازو ښوده چې دوی له برید څخه وروسته سیمې ته ورغلي وو او هغه مسجد ته هم ورننوتي وو. افغان ملي اردو هڅه کوله چې زموږ او هغه معلومات چې خپله افغان حکومت وړاندې کړي وو، ناکره ثابت کړي.

ما جنرال مک کیرنن او سفیر ووډ جلا جلا خپل دفتر ته راوغوښتل او ویډیو مې ورته وښوده. دوی د ویډیو له کتلو وروسته، یوه هم څه ونه ویل، خو یوه خبره ښکاره وه، چې دا مهال دوی د هغې نسخې په اړه چې دوی ته وړاندې شوې وه، شک درلود. زه د دوی پر نهیلۍ پوهېدم چې دوی هم پوهېدل چې د دوی نظامي صاحب منصبانو ورته ناسم معلومات ورکړي دي او دا ټکان ورکوونکې وه.

نور نو زموږ د معلوماتو ردول له امکانه وتلې خبره وه، خو له واشنګټنه فشار ادامه درلوده. له موږ څخه وغوښتل شول چې د افغان او نړیوالو ځواکونو په څېړنو کې شامل شو. د ملګروملتونو د نیویارک په دفتر کې، ددغه نوښت لپاره ملاتړ تر سترګو کېده، خو ما یې مخالفت وکړ. نورو دواړو خواوو لېوالتیا درلوده چې حقایق پټ کړي. ملګري ملتونه د فشار لاندې راتلل چې په داسې یو څه موافقه وکړي چې زموږ له معلوماتو سره توپیر ولري. په واشنګټن کې د تصمیم نیوونکو کړیو له راپورونو داسې معلومېده چې زموږ لخوا په کابل ک برابر شوی راپور ورته رسېدلی دی.

داسې ښکارېده چې دوی زموږ د عکسونو او ویډیوګانو په اړه خبر نه وو. ما نه غوښتل چې د شمېرو په اړه بحث ته دوام ورکړم، داسې یو بحث چې اونۍ وخت یې نیوه. دا مهمه وه چې د ثبوتونو ټولولو او څېړلو ته ادامه ورکړو، نو اوس د بل پړاو وخت رارسېدلی و: د عزیز آباد د پېښې په اړه د ګیلو پر ځای مو اوس باید په دې فکر کړی وای چې څنګه کولای شو هغه لارې چارې ومومو چې د ورته بریدونو د ګواښ کچه راټیټه کړای شي.

ما پرېکړه وکړه چې امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کونډا لیزا رایس ته زنګ ووهم. په لومړیو کې هغې پر ما نیوکه وکړه چې ولې د شمېر له اعلانولو څخه مخکې له واشنګټن سره مشوره نه ده شوې. هغې ضرور څه خبره لرله، خو موږ د مشورې یوه تازه تجربه درلوده. د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د جولای پر شپږمه پر یوه واده هوايي پرید وشو. د ناوې په ګډون ۴۰ کسه ووژل شول. هغه مهال موږ له امریکایانو سره مشوره وکړه. خپلې شمېرې مو اعلان نه کړې، خو د شمېرو نه اعلان د ملګرو ملتونو حیثیت له کمزورتیا سره مخامخ کړ. یو ځلې مو حیثیت ضربه لیدلې وه او دا زموږ لپاره بس وه. حیثیت مو باید د دویم ځل لپاره نه وای متضرر شوی. زما له انده یو ځل چې موږ پخپلو مالوماتو کې څرګند او ښکاره وو، نور نو زموږ خپل منشور او اعتبار هم نه پرېښودلو چې چوپ اوسو، نو ځکه مو باید مالومات عوامو ته وړاندې کړي وای. ما رایس له هغه تفصیلي کاره چې د لاس لاندې و، خبره وکړه. هغه تصویرونه او هغه ویډیوګانې چې زموږ په واک کې وې، که شکونه موجود وای، نو موږ به هېڅکله داسې غبرګون نه وای ښودلی، خو ما هغې ته دا هم وویل چې باید پردې بحث وکړو چې د ورته پېښو مخنیوی وشي او داسې پېښې بیا تکرار نشي.

کله چې خبرې اترې خلاصې شوې، نو ما فکر وکړ چې دا ډول کړنې ګټورې دي او رایس زما په فکر پوهه شوې ده، که څه هم د په څرګند ډول د پېښې په اړه زما دلایل ونه منل. په هماغه ماسپښین، ما د ناټو سرمنشي، یاب دي هوپ شیپر ته زنګ وواهه. دا یوه اسانه مرکه وه. ما بیا ورته د هغو ثبوتونو په اړه چې موږ ټول کړي وو، وویل او ما هیله وښوده چې د دې پرځای چې موږ یو بل ته ګیلې وکړو، د هغه څه په اړه چې پېښ شول، ښه به وي چې راتلونکې ته ژمن واوسو.

هغه په ناټو کې یولس کاله تېر کړي وو او پوهېده چې زه داسې کومه لېوالتیا نه لرم چې ټلوالې ته دې زیان ورسیږي. موږ دواړه د عزیز اباد د پېښې په اړه چې جنرال مک کرنین یې په اړه زما په مخالف بدل شو، په غوسه و. برید د آیساف لخوا نه و ترسره شوی، بلکې د افغان او امریکایي ځواکونو لخوا تر سره شوی و چې د ده تر قوماندې لاندې نه وو، نوموړی د آیساف قوماندان و. ما په ځلونو هڅه وکړه چې د امریکا له هغو صاحب منصبانو سره چې د عملیاتو مسؤولیت ور تر غاړې و، اړیکه ونیسم، خو بریالی نه شوم. د قوماندانانو پر ځای جنرال مک کرینن زما د نیوکو په اړه خپل غبرګون وښود او بیا زما استوګنځي ته راغی چې هغه ویډیوګانې وګوري. اوس نو ګواښ دا و چې دولس نیوکې  به د ایساف حیثیت خراب کړي.

امریکایي رسنیو هم زموږ پر معلوماتو باور کول پیل کړل. کارلوټاګال په کابل کې د نیویارک ټایمز مشهورې خبریالې، څو ورځې وروسته عزیز اباد ته سفر وکړ او په دې اړه یې لیکنه څو ورځې وروسته خپره شوه. دې لیکنې زموږ د شمېرو ملا راوتړله. نوموړې پخپلې لیکنې کې کاږلي وو: لس ورځې وروسته یو بل ماشوم د خښتو او ډبرو لاندې ایسار شوی تر لاسه شو. له دې وروسته زموږ شمېرې او څیړنه په پراخه توګه د منښت وړ وګرځېده چې د نړیوالو او هم د افغانانو لپاره په ښه ثبوت بدل شول.

امریکایي نظامیانو د برید په اړه نوې څېړنه پیل کړه. ما ته یې ډاډ راکړی و چې د څېړنو د پایلو په اړه به مې خبروي، خو ما له امریکايي نطامیانو څخه هېڅ هم وانه ورېدل. په پای کې ما په رسنیو کې ولوستل چې د څېړنو پایله یې دا په ګوته کوله چې له دېرشو ملکي وګړو ډېر کسان د برید قرباني شوي وو. زه پوه نه شوم چې دا ډول یوه څېړنه څرنګه له دې ډول شمېرو سره رامنځ ته شوه. موږ پرېکړه وکړه چې نور بحث به نه کوو او که اړتیا وه، نو خپلو څېړنو ته به رجوع کوو.

د امریکا نوې شمېرې یو ډول رعایت و، هغه ځکه که امریکا د عزیز اباد د پېښې مسؤولیت هم نه وای منلی، نو چا به څه کړي وو؟ په همدې وخت کې موږ داسې معلومات هم تر لاسه کړل چې د پېښې په اړه استخباراتي مالومات چې د برید د ترسره کېدو لامل شول. د هغو افغانانو کار و چې په سیمه کې یې شخصي دښمني درلوده. دا نو یوه بېله بله کیسه وه. څومره امکان یې درلوده چې سړی دې په افغان ټولنې کې پلټنې وکړای شي چې هورې زیاتره شیان لا هم پټ ساتل کیږي.

په دې پېښه کې له امریکا سره زموږ تجربې داسې یوه بڼه خپله کړه چې موږ مخکې هم لیدلې وه او بیا به یې هم ګورو. په لومړیو کې به ایساف او امریکایانو د ملکي وګړو وژنه نه منله، خو وروسته به دوی اړ شول چې زړه نا زړه دا ومني او ووايي: ((هو په پېښه کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.)) زه خو حیران دېته وم چې دغه اتومات غبرګون هېڅکله پر اعتبار وړ چلند باندې بدل نه شو. د دې پېښو تکرار د نړیوالو ځواکونو اعتبار زیانمنوه او د هغوی حیثیت یې لا پسې له خاورو سره خاورې کاوه.

په راتلونکو اونیو کې افغان حکومت زموږ د کار او زموږ د دریځ په اړه چې پرې ټینګ ودرېدو، مننه وکړه چې په دې کې افغان سیاستوال او ولس هم شامل وو. صبغت الله مجددي، د مشرانو جرګې مشر راته وویل: (( ما کونډالیزا رایس ته د ملکي  وګړو د وژنو په اړه ناوړه پایلې به ولري، خبرداری ورکړ. ((کرزی هم منندوی و، ځکه چې موږ پر خپل دریځ ټینګ ودرېدو، که څه هم دا کار له امریکا سره د ټکر په مانا و. د بشري حقونو یو نړیوال وکیل دومره حیران و چې څنګه موږ وکولای شول په ډېرې غښتلتیا سره نړیوال ځواکونه وننګولای شو.

د سپټمبر پر ۲۹مه نیټه ما په بروکسلز کې د ناټو شورا ته معلومات وړاندې کړل. زه بیا هم په کابل کې د ځواکونو د مخالفت له کبله په غوسه وم، زه د ناټو سفیرانو هغسې چې دوی هیله درلوده، همکار ونه موندم. کله چې دوی د شخړې د حل په موخه د هر اړخیز حل غوښتنه کوله او له ملګرو ملتونو یې غوښتل چې د نظامیانو سره ګډه همکاري ولري، ما باید د ناټو ځینې اړخونه خفه کړي وای.

د امریکا نوي سفیر کرټ والکر په واشنګټن کې خپلو لوړ پوړو ته برېښنا لیک واستوه او شکایت یې کاوه چې زه نه غواړم ایساف او ملګري ملتونه دې د یو ماموریت برخه وي.

والکر  دغه خبره راپور کړې وه چې ما شورا ته له نهیلۍ ډک ځوابونه ورکړي دي، ده خپل سیاسي باداران دېته هڅولي وو چې ما له واشنګټنه د لیدنې پر مهال چې لږه موده وروسته ترسره کېده، لارې ته برابر کړي.

خو څنګه چې والکر غوښتل، هغسې څه ونشول. د دې برعکس، سټیفن هیډلی، سمدستي وروسته زنګ وهلی وای. دی باید پوه وای، که چېرې حقایق هغسې نه وای چې څنګه له موږ سره وو، نو موږ به هېڅکله هم دومره تأکید نه وای کړی او خبره به مو دومره جدي نه وای نیولې.

ددې کتاب نورې برخې دلته ولولئ :

      نورې برخې

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button