افغانستانسلايډ

د ملي يووالي حکومت مشرانو پېژندپاڼه هم ووېشله

د راپورونو پر اساس ولسمشرۍ ماڼۍ او سپېدار ماڼۍ له ډېرو نورو مسالو وروسته برېښنايي پېژند پاڼه کې هم د اختلاف له امله داسې هوکړې ته رسېدلي، چې تر کلکو نيوکو لاندې راغلي دي.

دواړو مشرانو هوکړه کړې ده، چې برېښنايي پېژندپاڼه کې ملي هويت يا «افغان» کلمه ونه ليکل شي او ورسره داسې يوه کتابچه ورکړل شي، چې د هويت په گډون به نورې ځانگړنې هم په کې ځای شي.

د حکومت دغه پرېکړه د گڼو گوندونو او عامو افغانانو تر نيوکو لاندې راغلې او گواښ يې کړی چې دا د ولسمشر د کړو ژمنو خلاف کار دی او په ترسره کولو به يې د اساسي قانون څلورمه ماده تر پښو لاندې شي. ولسمشر غني پخوا پېژندپاڼه کې د ملي هويت د ځای کولو د غوښتونکو د لاريونونو پر مهال ژمنه کړې وه، چې افغان کلمه به پېژندپاڼه کې ځايېږي او د تذکرو د وېش لپاره به يوه مستقله اداره رامنځته کېږي.

د «افغان ملي غورځنگ» او «د افغانستان ملي تحريک» په گډون نيوکه کوونکو لوريو گواښ کړی، چې که حکومت له دې هوکړې تېر نه شي، دوی به يې په پوره توان مخې ته ودرېږي. دوی ويلي، کوم حکومت چې اساسي قانون او ملي هويت ته ژمن نه وي، ولس به څه ډول باور پرې وکړي.

د ملي تحريک مشرانو بيا ادعا کړې، چې دغه طرح د اجرايه رييس عبد الله عبد الله له لوري جوړه شوې او پر ولسمشر غني منل شوې ده، ځکه نو که خبرې د حکومت تر ړنگېدو هم ورسي، دوی به له خپلې داعيې تېر نه شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button