نظر او تحلیل

د ملت باباد معاصري حکومتولۍ بنسټګر

سردار محمد همدرد/

اعلیحضرت محمد ظاهرشاه بابا څلوېښت کاله په دې هیواد کي سلطنت وکړ. د ملت بابا په وخت کي چي کوم کارونه سوي دي زه ئې لنډه یادونه کوم: هغه وخت افغانستان که د نړۍ د نورو هیوادونو سره پرتله کړو-

یو سیال هیواد وو. د ملت بابا پخپل څلوېښت کلنه دوره کي د خپل ملت په نبض داسي پوهېدئ چي هره کړنه يې د ولس د ارادو تمثیل وو. په خارجي پالیسۍ کي هم د ملت بابا خپل هیواد د نړۍ د هیوادونو سره په ډېر ماهیرانه ډول اداره کاوه.

د ملت بابا د ملي یووالي له پاره په دې هیواد کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې

یواز ینۍ هیله یې د یوه متحد او آباد دافغانستان رامنځ ته کول وو په دې لاره کي یې له هیڅ راز کوښښونو څخه لاس وانه خيست. د ملت بابا پخپل وخت کي داسي کابینه ملت ته وړاندي کړه چي د اولس زړونه ئې ځني وګټل.

پخواني پاچا دولسواكۍ د لسیزي په پیل یعني په ۱۳۴۳کال کي د اساسي قانون تصویب ته لاره هواره کړه اولویې جرګې ته یې واک ورکړ چي دواکمنۍ او حکومت کولو حق ملت ته ورکړي چي په دې توګه افغانستان هغه مهال د اساسي قانون، ملي شورا، ستري محکمې او نورو ملي او اداري بنسټونو خاوند سو چي په هغه وخت کيد نړۍ ډېرو هیوادو هم داسي اداري واحدونه نه درلودل.

د ملت بابا په څلوښت کلنه واکمنۍ کي دافغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي خوندي پاتهسوه په ټول هیوادکي سوله، امنیت، عدالت او حکومتي نظام حاکم وو د قضا او قانون جوړوني په برخه کي د پام وړ پرمختګ سوی وو او دوخت په اساسي قانون کي د بیان آزادۍ،دګوندي فعالیتونو آزادي او درایې ورکولو حق خوندي سوی وو او د حکومتي مقام د نیولو له پاره پوهه او مسلکي توب یوازني معیارونه وه، د افغانستان اردو او وسلوال پوځ وده کړې وه او د هیواد له سرحدونو څخه دفاع ته چمتووه.

په هیواد کي اقتصاد وغوړېدئ، لويي لاري ورغول سوې، فابریکې او دبریښنا بندونه جوړل سول او صادراتو؛ لکه: ( وړۍ ، پوستکي ، غالۍ ، ټوکر، وچي او تازه میوې او نوري) له هیواده صادرېدې.

د ښووني او روزني په برخه کي هلې ځلې وسوې، د هیواد په هرګوټ کي د ښوونځیو دروازې پرانستل سوې او اجباري زده کړې عاميسوې، پوهنتونونه جوړ سول او د هیواد د وخت د شرایطو سره سم دزده کړو زمینه برابره سوه.

پخوانی پاچاه په دې توانیدلی وو چي پخپل بهرني سیاست کي د وخت دزبرځواکونو او بېلابېلو هیوادونو ترمینځ انډولرامینځ ته کړي چي ښه بیلګه یې په دوهمه نړیواله جګړه کي د افغانستان بې طرفي او ناپیلتوب وو.

له بهرینو هیوادونو سره اړیکي د افغانستان په ملي ګټو راڅرخیدې او ګاونډیو هیوادونو پر مخ یې دلاسوهنې دروازې تړلي وې او په کورني سیاست کي دپوره صبر او زغم خاوند وو.

اوس خبره داده چي یو تعداد پرديپال او د حقیقت څخه ناخبره خلک د ملت بابا پر کارونو سترګي پټوي او داسي وائې چي د ملت بابا- ملت بیده ساتلی وو، خو داسي نه ده. د ملت بابا په وخت کي افغانستان د حثیت خاوند وو افغانستان د نړۍ د هیوادونو سیال وو د ملت بابا د وطن سره بې درېغه مینه درلوده. زه به د ټول افغانستان څخه یوازيد هلمند مثال راوړم د ملت بابا په وخت کي چي په هلمند کي کوم بنسټیز کارونه سوي دي یادونه يې کوم: د بیلګي په ډول د کجکي بند، د نساجۍ فابریکه، حجارۍ او نجارۍ فابریکه، د چانجیر دستګاه، د هلمند د ابیارۍ سیسټم (ویالې، زابرونه، بغراوي) یعني په هغه وخت او اوس کي چي هلمند ته د غنمو ګودام ویل کېږي داد ملت بابا د هلو – ځلو پایله ده.لنډ داچي په هغه وخت کي له وطن سره مینه وه.

د هیواد امنت دومره د ډاډ وړ وو چي بهرني سیلانیانو به په ازاد او له کوم خطر پرته تګ راتګ کولای سوای. د وطن سره د خیانت فکر موجود نه وو، له ټولو سره د وطن د ابادۍ او شیرازۍ فکر وو.

زه چي کله د خپلو سپین ږیرو سره د ملت بابا خبري کوم هغوئ په ډېر افسوس سره وایي چي هغه وخت خو د عزت وخت وو په دې وطن کي هرچاه مسؤلیت درلودئ د ملا څخه رانیولې تر خانه او حتی تر کروندګر پوري.

اوس څنګ حالت ته راووتلو، اوس خو په دې وطن کي چي هر څومره لوی خاین او قاتل وي هغه د عزت خاوند دئ خو په هغه وخت کي دا هرڅه برعکس وو.

زه پخپله لنډه مقاله کي د ملت بابا د شهکارونو یادونه په سم ډول نه سم کولای، خو دومره وایم چي د ملت بابا د دې وطن رښتینی بچی وو او افغانستان ته ئې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي او په دې باوري یم چي دی به تاریخ هېر نه کړي او د اوسنیو واکدارانو څخه هم هیله لرم چي د ملت بابا پر پلونو پل کښېږدي تر څو د ملت بابا ارمانو ته مو کار کړی وي. روح دي ښاد وي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button