سلايډنظر او تحلیل

د معاصر افغانستان ستونزې او لاملونه یې (لمړی برخه)

Mr  Rasuli photoلیکوال: محمد عارف رسولي

سریزه

هیله لرم د لوی خدای په مرسته د معاصر افغانستان د ستونزو او اړوندو لاملونو په هکله یې د مقالو او بحثونو یوه لړۍ پیل کړم.  لمړۍ برخه یې نن له درنو لوستونکو، او په هیواد مینو افغانانو سره شریکوم. د دې لړۍ او لیکنو موخه داده چې که ممکنه ي د موضوع په هکله یوه ژوره کتنه وشي، اړین بحث پیل شي او که ممکنه وي په دې هکله عامه پوهاوی زیات شي، خلک سرسري نه بلکه ریښه ای مسئلو ته ځیر شي، او د هیواد ستونزې سمې و  ارزول شي.

همدارنګه، که ممکنه وي چې تر سم تحلیل وروسته د خپلو ملي ستونزو، ورته د اړینو حل لارو موندلو او لمړیتوبونو په ټاکلو کې زموږ د عامه ولس او ځوان کهول مالومات زیات شي. ځکه نن پوهان په دې باور دي چې تر څو د ملي مسئلو په هکله عامه اذهان روښانه نه شي، په ملي مسئلو کې به لاسته راوړنې کمې او يا په نشت حساب وي.

زه به دلته، د اړوندو پوهانو د نظریو، د خپلو تجربو او د سترګو لیدلي حال په اساس، که هغه په خپل هیواد کې وي او که په نورو هیوادونو کې وي، خو چې زموږ د ملک له مسئلو سره تړاو ولري، ګټه اخلم.

پوهیږم چې دا به اسانه کار نه وي، خو لکه چې ویل کیږي ټول ستر ستر مزلونه له یوه واړه قدم څخه پیل کیږي، که دوستان او اړین پوهان خپل نظرونه راسره شریک کړي، هیله ده چې له ګټو په خالي نه وي.

بله هیله داده چې دا لړۍ او بحثونه به یې د هیواد د ځوان کهول او ځوانو کدرونو لپاره د سم سوچ کولو سره یو څه مرسته وکړي. همدارنګه، هیله ده زموږ د ځینو نورو څیړونکو به هم ورته پام شي او څیړنیز او علمي اثار به ورباندې وپنځوي. له دې څخه به هیله داوي چې په کراره کراره ملي فکر، ملي مشارکت، ملي وفاق او ملي ګټو ته د کار زمینه برابره کړي.

زه ژمنه کوم چې له تهمت ویلو څخه به ډډه کوم، مشخصو کړیو یا اشخاصو ته به د کوم شخصي او یا ایدیولوژیکي نظر له مخې ګوته نه نیسم او سپکاوی به یې نه کوم ځکه زه په دې ګروهنه یم چې دا هیڅ چا ته خصوصا خپله ماته کومه ګټه نلري. که کومه نیوکه اړینه وي هغه به د بیلګو په اساس وي او د حقایقو د روښانتیا لپاره وي اوبس.

په دې اړوند زه نور د هیواد ملي ګټو، ملي او دیني ارزښتونو ته ژمن شنونکي او لیکوالان، مدني فعالان، دیني او روحاني کسان، او سیاستوال دې ته رابولم چې په دې هکله خپل مسؤلیت سم ادا کړي، ترڅو اړین عامه پوهاوی رامنځته، او زموږ هڅې ښې پایلې ولری.

زموږ د ملي ننګونو یوه ارزونه

زیات افغانان د خپلو ملي ننګونو او ستونزو په سمه ارزونه او تحلیل ښه نه پوهیږي. هغوي د خپلو ملي ستونزو د لاملونو په هکله سره زیات ویشل شوی دي او په دې هکله یو ګډ نظر کم تر سترګو کیږي. همدا لامل دی چې افغانان د خپلو ستونزو د حل لارو په موندلو کې هم ستونزې لري. ټول ملتونه، شنونکي او لیکوالان یې او همدارنګه په تیره د هغوي دولتونه هڅه کوي چې خپلې ستونزې وارزوي، ریښه اي لاملونه یې ښه راوسپړي او ورته د حل داسې لارې ومومي چې که ټولو ته نه نوي نو زیاتو خلکو ته د منلو وړ وي.

که څه هم د یوه ملت ستونزې او ننګونې ارزول اسانه کار نه دی، ځکه هغه په راز راز پیچلو لاملونو پورې اړه لري. یوه ستونزه داده چې زموږ زیات عام خلک او ان ځینې شنونکي او لیکوالان د ستونزو ریښه اي لاملونو ته نه ګوري او یوازې د ستونزو علامو ته ګوري. لکه کوم څوک چې ناپاکې اوبه څښي، د ګیډې په ناروغۍ اخته کیږي خو هغه تل دوا ته پنا وړي او اصلي لامل او ستونزې ته چې د ناپاکو اوبو څښل دي پام نه کوي.

دا یوه کلي قاعده ده چې هر یو کس، کورنۍ، قوم، سیمه او ملت د خپلو ستونزو د حلولو لپاره اړ دي هغه ښه وارزوي، ریښه اي لاملونه یې په ګوته، د حل ډول ډول لارې ورته ولټوي، لمړیتوبونه وټاکي او بیا په ګډه اړینې پریکړې وکړي او په پوره هوډ یې پلې کړي.  د دې کار لپاره باید په ملت کې پاخه کارپوهان، شنونکي، اړین نهادونه، قوانین او مقررات راپیدا او غښتلي شي، د دولت مسؤلیت دی چې په دې لاره کې د اړینو کدرونو لاس نیوی وکړي، تګلاره ورته جوړه او پلې کړي. دا یوه اوږده او علمي پروسه ده او که سمه مدیریت شي، که په دې کار د یوه ملت زعامت، سیاستوال او کدرونه، رسنۍ، او پوهان سم پوه شول، دایې د کلتور جز شو، په تکرار سره یې دا کار وکړ، ستره ټولنیزه، سیاسي او کلتوري وړتیا ترلاسه کوي او دا ملت د پرمختګ ستر ستر پړاوونه وهلای شي.

دلته د مسئلو د سمې روښانتیا لپاره یو څو پوښتنو ته سم علمي ځوابونه په کار دی. که ښه ځیر شو، سرسري نه بلکه ژور فکر وکړو، او له ځانه پوښتنه وکړو چې ولې موږ افغانان تر نورو ملتونو زیاتې ستونزې لرو؟ ولې د خپلمنځي شخړو لپاره حل لاره نشو موندلای؟ ولې ایران او ځینې نور د سیمې هیوادونه تر موږ بریالي دي؟ ولې موږ د هیواد دخپلواکۍ د ګټلو لپاره زیاتې سرښندنې وکړو، خپلواکي وګټو خو تر څه وخت وروسته بیا هغه له ګواښونو سره مخ وي؟ ولې پردي زموږ په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي خو موږ یې مخه نشو نیولای او موږ د هغوی یو ویښته هم نشو کږولای؟ ولې په دومره ستر ملک کې موږ خپل خلک نشو مړولای او کار نشو ورکولای. دې سوالونو ته هرڅوک د خپلو مالوماتو، علمیت، تاریخي پوهې، تجربو او عقلانیت په اساس ځواب وایي.

که پورته او نورو سوالونو ته په پوره مسؤلیت او سړه سینه هرافغان ښه ځیر شي، سر ګریوان ته کښته کړي؛ زموږ روڼ اندي، شنونکي او لیکوالان ورباندې د تاریخي حقایقو، تاریخي بیلګو او اسنادو په رڼا کې نظر ورکړي، زیاته ویښتیا او یو غوره بحث به رامنځته شي. خو دلته به شرط داوي چې د نورو د ملامتولو په ځای ننګونو، علتونو او خپلو مسؤلیتونو ته ځیر شو. د دې بحث ګټه او ورباندې عمل کول به کیدای شي د زیاتو خلکو سره یوه خیالي او نا ممکن خبره وي خو که د زیاتو ملتونو تاریخ ته وګورو، دا فکر د هر متمدن ملت د جوړښت د بنسټ ډبره ده او ټولو متمدنو ملکونو دا کار سم کړی دی او بیا نني پرمخ تللي حالت ته رسیدلي دی.

زموږ کمښت داده چې ستونزو ته سرسري ګورو او پورته پوښتنې ډېرې ساده ځوابوو. لکه، زموږ مشران سم خلک نه دي. حکومتونه ملامت دي، دې ګوند او هغه تنظیم او دهغې مفکورې خلکو له ملکه سره خیانت وکړ، هغه او دغه ملک زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي، ملامتي په یوه او بل باندې اچوو، ځانونه سپین چرګان ښیو او نور. ځینې د دې ځوابونو به سم وي خو د بنسټیزو او ریښه اي  ستونزو سمه سپړنه نه کوي، اصلي ننګونو ته سمه ګوته نه نیسي او نه له موږ سره د خپلو ستونز د حل په لاره کې ډېره مرسته کولای شي.

دلته موخه دا نده چې موږ د مسؤلو ډلو او شخصیتونو تاریخي مسؤلیت کم کړو او برائت ورکړو، بلکه اړینه ده چې په ګوندونو، او شخصیتونو نیوکې له علمي لاملونو، دهغوی د مجبوریتونو او خپل ټولنیز حالت د ارزونې سره سم وشي په اړوندو ځایونو کې په سمه توګه وشي. په دې صورت کې به هم د بې ځایه ناندریو مخه نیول شوې وي، له پیښو او تیروتنو به زده کړه شوې وي او ګرم او ناګرم به په ګوته شوي وي.

دلته موخه داده چې د بې حاصله ناندریو په ځای د خپلو کمښتونو ریښه اي او اصلي لاملونه په ګوته کړو. دلته به د مسئلو د لا روښانتیا لپاره ځینې پوښتنې مطرح کیږی، د ځوابونو او نورو ارزونو په مټ هڅه کیږي چې په خپلو ملي ستونزو د پوهیدو، ورته د سمو حل لارو د موندلو لپاره یو اړین بستر، توان ورکوونکی چاپیریال، او یو سم چوکاټ رامنځته شي. که پوره کار ورباندې وشي افغان ملت به په سمه لاره روان شي.

زموږ ډېری خلک له ځانه پوښتنه نه کوي چې ولې د نورو ملکونو مشران تر موږ سم دي، ولې د هغوي کدرونه او ګوندونه د خپل وطن لپاره په پوره اخلاص کار کوي، که توپیرونه سره لري هم خو د خپلو ملي ګټو لپاره یو بل ته لاسونه ورکوي، او زموږ د ملک خلک ولې داسې نه دي؟ که په دې توګه موږ د ولې د کلمې په مټ د کميو د لاملونو سپړلو ته دوام ورکړو او په هره ستونزه ګوته کیږدو او ولې ووایو نو په اخر کې به ریښه ایي ستونزو او لاملونو ته ورسیږو چې هغه شخړې، جهل، نالوستي توب، بیوزلي، او نور دي.

باید ووایو چې دې میتود  ته په ارزونه کې د ریښه اي ستونزو د موندلو میتود وایي. کیدای شي دلته به ځینې خلک له دې مسئلې هغه د چرګې او هګۍ د مشرتوب مسئله جوړه کړي او وبه وایي چې که مشران سم وي خلک به له جهالته وباسي، سواد به زیات کړي او خلک به سم رهبري کړي. خو دا کار یوازې د یوې معجزې په توګه کیدای شي چېرې چې په استثنایي توګه له پیړیو پیړیو وروسته نوښتګر او نابغه مشران رامنځته شي.

خو اړینه او عقلانی لاره داده چې وروسته پاته او له ستونزو سره لاس او ګریوان ملتونه هم خپل مسؤلیت ادا کړي، کرار لاس تر زنې لاندې د معجزو په تمه او د غفلت په خوب کې ویده پاته نه شي. هغوي ته اړینه ده چې مبارزه وکړي د ښو شرایطو لپاره لاره اواره کړي، ښه مشران پیدا او ورپسې لاړ شي، او خپل سرنوشت د الله تعالی په مرسته بدل کړي او په ځان او خپلو حالاتو کې اړین بدلون راولي.

زموږ د ستونزو ځینې ریښه اي لاملونه

د مثال په توګه ولې په موږ کې زیات ښه مشران نشته ځکه چې زیات ښه مشران په ښو کدرونو او هغه بیا په ښیرازه، په پښو ولاړه  ټولنه کې وده کوي او سرراپورته کوي. په نالوستو او بیوزلو ټولنو کې لمړی ښه مشران لږ یا بیخی نه رامنځته کیږي او که رامنځته شي، څوک یې نه پیژني، اهمیت نه ورکوي، د چاپلوسانو لخوا کلابند شي، د خپلو ګټو لپاره یې بدنام کړي او له خلکو یې لیرې کړي. په ننیو شرایطو کې مشري یوازې په یوه کس نه کیږي، بلکه د مشرانو ترڅنګ له ښو په هیواد او خلکو مینو کدرونو جوړ ټیم خورا مهم دی چې د ملک د زعیم برنامه بریالۍ کولای شي.

د حکومت څرنګوالی، دګوندونو کارونه، ښه والی او بدوالی، په یوه ملک کې سیاسي پروسه او د سیاست څرنګوالی د هغې ټولنې د ټولنیز حالت او شرایطو انعکاس دی، په له جهالته ډکو ټولنو کې خدمتګار ګوندونه او عادل حکومتونه نشي رامنځته کیدای او که رامنځته شي خلک ورپسې نه ځي او د دسیسو ښکار کیږي او له منځه ځي. بله خبره داده، چې ښه حکومتونه د ثبات، د نظام د پایښت، د تلپاتو سوله ایزو هلو ځلو، مبارزو، په ګډه کار او نورو په پایله کې رامنځته کیږي. هغه څوک چې یوازې په ړنګولو باور لري، هیڅکله کوم نظام نشي جوړولای. ځکه د نهادونو ړنګول اسانه، خو له نشته یې رامنځته کول او یا یې بیرته له سره رغول خورا ستونزمن او د اوږدې مودې کار دی، زیاتې انساني او مالي زیرمې غواړي. د نظامونو د بریا لپاره د ملتونو د بریا ځینې عناصر خورا مهم دي. دا عناصر په خپلو خلکو تکیه، هیواد پالنې او دخلکو دیني ګروهنو ته احترام او ورباندې پانګونه، په نړیوالو اړیکو سم پوهیدل، عدالت، پرمختیا او د بیوزلۍ ورکولو ته ژمنتیا دي.

نو په کار ده چې موږ تل بنسټیزو څیزونو او د مسئلو ریښو ته لکه لیک اولوست، علم او پوهې او د سم کلتور عامولو ته یا له ناپوهۍ او بیوزلۍ سره دمبارزې، یو بل منلو او زغم، د منازعاتو او شخړو د حل و لارو چارو ته  زیاته پاملرنه وکړو. دا باید یوه ملي وجیبه وي، هر څوک یې خپل مسؤلیت وبولي، نه ستړې کیدونکې هڅې او کار ورته وکړی. خو باید صبور هم و اوسو، او ومنو چې دا یوه اوږده اوله ستړیاوو ډکه لاره ده. همدارنګه، باید پوه شو چې د نظام براندازي د حل لاره نه بلکه ډېری وختونه پخپله یوه ستره ستونزه ده. نو دملک  د نظام دوام باید  د ټولو خلکو لخوا ومنل شي او د اصلاح لپاره یې له سوله ایزو لارو او مبارزو کار واخیستل شي.  په هره بانه او هر دلیل چې د یوه ملت خلک له یو بل سره جنګیږي خواریږي او په پایله کې د ټول ملت د غلامۍ سبب ګرځي.

نن سبا ملکونه خپلې ننګونې، ستونزې او دهغوي لاملونه په همدې پورته ترتیب په ګډه د خپلو مجربو کارپوهانو په مټ راسپړي، او بحثونه ورباندې کوي. دا ملتونه په ګډه لمړیتوبونه ټاکي، پلانونه او تګلارې ورته جوړوي، پریکړې کوي، او په ملي عظم سره یې پلي کوي. هغوي له دې پروسې، له خپلو تیرو تجربو او تاریخه زده کړه کوي او پرمخ ځي. دا یوازنۍ د خلاصون لار ده او بس.

نور بیا….

د یوه پیاوړي، هوسا او خپلواک افغانستان په هیله

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button