راپورونه

د مسعود پلویانو د کابل ګارنېزون یو عسکر په ډزو وژلی

دفاع وزارت تاییدوي چې د کابل ښار په ترافیک څلور لارې کې د اتلسم سنبلې نمانځونکو د کابل ګارنېزون یو پولیس په ډزو وژلی دی.
وسله والو دغه پولیس باندې مخامخ ډزې کړي.
نن د شمال ټلوالې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود د مړینې ورځ ده چې پلویان یې هر کال نمانځي.
د مسعود پلویان د ښار واټونو کې له وسلو او موټرو سره ګرځي.
ښاریان وایي چې ښار کې وېره او ترهه خپره ده.

Tags

Related Articles

Back to top button