خبرونهسلايډ

د متحده عربي اماراتو شرکتونه په افغانستان کې د ۶ ملیارده ډالرو پانگونه کوي

راپورونه وايي چې په متحده عربي اماراتو کې مېشت شرکتونه غواړي چې د افغانستان په اساسي پروژو کې د ۶ملیارده امریکايي ډالرو په ارزښت پانگونه وکړي. له دې شرکتونو سره خبرې اترې د ابو او انرژۍ وزارت چارواکي پر مخ وړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې اوسمهال افغانستان ۹ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري چې په اساسي پروژو کې پانگونه وکړي.

د ابو او انرژۍ وزارت وزیر علي احمد عثماني وايي چې تر دې مهاله د امریکا پرمختیايي ادارې د ۲ ملیارده ډالرو مرسته په غاړه اخیستې او تمه کېږي چې د اماراتو په شمول نور هېوادونه هم په افغانستان کې پانگونې ته زړه ښه کړي.

عثماني وايي چې اوسمهال له ۵ څخه تر ۶ ملیارده ډالرو په ارزښت مرستې ته اړتیا شته او د دې مرستې په لاسته راوړولو سره به د افغانستان په گیس، لمریز انرژۍ او اوبو په برخه کې پانگونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، که چېرې په افغانستان کې په اساسي ډول کار وشي نو ښايي چې په راتلونکي کې پاکستان او هند د برېښنا او پاور په صادرولو کې مرسته وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button