پاموړ

د مبایل لنډ پیغامونو عمر ۲۳ کاله شو

د ګرځنده تلیفون له لارې د لنډ پیغام لېږلو خدمت SMS ۲۳ کاله پوره شول.

د نړۍ لومړنی لنډ پیغام د دسمبر په ۳مه ۱۹۹۲ز کال لېږل شوی و او د مسیحیانو اختر مبارکي په کې ورکړل شوې وه.

دغه لنډ پیغام د برتانیې د تلیفوني کمپنۍ ۲۲ کلن مامور نیل پاپورت د کرسمس د خوشالۍ په مراسمو کې خپل مشر رچرډ درواس ته لېږلی و.

نیل پاپورت دا پیغام د کمپيوتر له لارې لیکل و ځکه هغه مهال په تلیفون کې «کيبورډ» اسانۍ نه وې.

د یوې سروې له مخې هغه کسان چې مبایل استعمالوي، ۸۰ سلنه یې له لنډو پیغامونو څخه استفاده کوي.

یوه بل سروې وايي چې په نړۍ کې ۴ میلیارده خلک د لنډو پیغامونو له خدمتونو ګټه اخلي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button