پاموړ

د لینن پر جسد هر کال دوه لکه ډالر مصرفیږي

 د روسیې حکومت اعلان کړی چې هر کال به د روسیې پخواني مشر ولادیمیر لینن د جسد ساتلو لپاره له 2 سوه زره ډالرو څخه ډیرې مصرف کیږي. دا پیسې د دولت د تدارکاتو ادارې په ویب پاڼه کې په یوه یادښت کې ذکر شوې دي، کومې چې به د روسیې د مشر د بدن ساتنې لپاره وکارول شي.
په نړۍ کې یو داسې جسد چې هر کال پرې 2 سوه زره ډالر مصرف کیږي – ټکان ورکونکي معلومات
خبري ویب پاڼه آر بي کې وايي چې هغه لا هم په ژوندي حالت کې دی. په یادښت کې راغلي چې دا کار د “بایو میډیکل” نوعیت دی او تادیه یې په فدرالي بودیجې کې شامله شوې. په خبرپاڼه کې د نوم نه اخیستو پرته دا هم ویل شوي، د پیسو چمتو کونکي مخکې له مخکې تنظیم شوي دي.

د روسیې د بایو میډیکل ټیکنالوژۍ ریسرچ او روزنې لابراتوار د لینن جسد د خپلې مړینې وروسته تر ننه پورې د ساتنې مسؤلیت پخپله غاړه اخیستی. د لینین جسد په لومړي ځل په کال 1924 کې د مسکو په سور مربع کې د عامو خلکو د ديدار لپاره ایښودل شوی وو. د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته کلونو کې، د لینن د جسد د ښخولو په اړه په دې خبره کافي بحثونه وشول، چې د هغه جسد د شیشې تابوت کې عامه خلکو ته د اېښودلو پرځای خاورو ته وسپارل شي.

د لینین د جسد ساتلو باندې د راتلونکي لګښت خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې خلکو ډیر مثبت ندي اخیستي. په دې وروستیو کې د آنلاین سروې له مخې د روسیې 8 زره وګړو چې شاوخوا 62 فیصده جوړیږي خلکو د لینن جسد په منظم ډول د خښولو رایه ورکړې ده. که څه هم کرملین لا دمخه دغه د ښخولو مفکوره رد کړې ده. د لینن د بدن ساتلو لګښت خبر په ټولنیزو رسنیو کې خورا مثبت نه وو اخیستل شوی.

د روسیې ټولنیزې شبکې یو ویب سایټ کې، ډیری خلکو د لینن مومیایي جسد د خلکو ديدار ته په کیښودلو باندې راتلونکي لګښت باندې اعتراضونه کړي، پداسې حال کې چې ځینو شکایت کړی چې لینن پخپله دغه کار نه خوښاوه، چې له ده سره دې د خدایانو په شان سلوک وشي.

یو کس په ټوکو سره دا وړاندیز هم کړی چې کمونیسټان هیله لري چې د انقلابي مشر د جسد په ساتلو سره به دوی بیرته قدرت ترلاسه کړي. په یو بل پوسټ کې ویل شوي چې، که چیرې دوی لینن ښخول غواړي، نو دوی باید لومړی د بورس یلسن جسد بهر راوباسي، کوم چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د ولسمشرۍ مقام ترلاسه کړی وو.

Tags
Back to top button