سلايډسيمه او نړۍ

د لندن خلکو د عربو له موټر ځغلولو شکايت وکړ

په اوړي کې د عربی جزيرې هوا ډېره توده وي، نو د عربو ډېر اوسېدونکي د اروپايي هېوادونو پر لور سفر کوي او عجيبه لا دا ده چې خپل لوړبېه موټر هم د تيارې له لارې هغو هېوادونو ته نقلوي.
انګلستان ته له سعودي، کويټ، اماراتو او قطر څخه ډېر عرب د اوړي د تېرولو له پاره تللي. دوی دغه راز د خپلو موټرو د انتقالولو له پاره ۲۰ زره استرلينی جنيه هم ورکړي او خپل قيمتي موټر يې انګلستان ته له ځان سره وړي دي.
د يادو عربو موټر په هوا کې له درې ساعته مزل څخه وروسته انګلستان ته رسېدلي دي او د ياد هېواد سرکونه يې رنګين کړي دي.
دا يوازې لومړی وار نه دی چې د خليجي هېوادونو عربانو په اوړي کې انګلستان ته مخه کړې ده، بلکې دوی هر کال اوړي کې اروپايي هېوادونو ته ځي. سږ کال د انګلستان اوسېدونکو د عربو له موټر ځغلولو شکايت کړی دی او ويلي يې دي چې په لارو باندې د دوی د موټرو مسابقې د خلکو د وېرې سبب ګرځي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button