افغانستان

د لغمان په چاودنه کې اته تنه ټپیان شول

د لغمان په مرکز مهترلام بابا د سلطان غازي مسجد تر څېرمه، نن د پنچشنبې په ورځ شاوخوا یولس بجې یو مقناطیسي بم وچاوده، چې په نتیجه کې یي اته تنه ټپیان شول.
د لغمان ولایت ویناند سرحدي ځواک وايي، چې دغه بم د نا معلومو کسانو لخوا د یو دوکان په سر غورځول شوی، ځواک زیاتوي، زخمیان د مهترلام مرکزي رغتون ته وړل شوي. د دغې پېښې مسئولیت لا تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخيستی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button