افغانستانسلايډ

د قلعه ذال اوسېدونکو د اوبو او خوړو له کمښته شکايت کړی

د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ اوسېدونکو د اوبو او خوړو د کمښت له کبله اندېښنه ښودلې ده.
هغوی وايي ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او خلک يې د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري.

طالبانو يوه اوونۍ وړاندې له درنو جگړو وروسته ولسوالۍ په بشپړ ډول له امنيتي ځواکونو ونيوله، وروسته امنيتي چارواکو ادعا وکړه، چې طالبان يې د ولسوالۍ له مرکزه په شا تنبولي، خو د کندز د ولايتي شورا غړي، مدني فعالان او د قلعه ذال اوسېدونکي د چارواکو دا ادعا ردوي. طالبانو هم ويلي دي، چې ولسوالۍ تر دې دمه له دوی سره ده.

د کندز د ولايتي شورا غړي صفي الله اميري پژواک سره خبرو کې څرگنده کړې، چې طالبان له يوې اوونۍ راهيسې پر قلعه ذال واکمن دي او امنيتي ځواکونه د آبدان دښتې پر لور په شا شوي دي، او د اقتيپې بازار او نښلوونکې لارې تړل شوې دي، چې له امله يې خلک د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي. نوموړی زياتوي، چې حکومت د ولسوالۍ د پاکولو لپاره هيڅ عمليات نه ترسره کوي.

د کندز اوسېدونکي وايي، چې اوسمهال د ولايت گڼې نورې برخې هم تر گواښ لاندې دي او که د طالبانو مخه ونه نيول شي، خپل نفوذ به لا ډېر کړي.

يوه مدني فعال عنايت الله خليق پر حکومت تور پورې کړی، چې د امنيتي ځواکونو له بيا بيا غوښتنې سره يې هم مرستندويه ځواکونه ور ونه لېږل. نوموړی زياتوي، چې د دولت پاملرنه يوازې کندز ښار ته ده او د ولسواليو په اړه غوږ نه گروي. د مدني ټولنې دغه غړی وايي، د کندز څو نورې ولسوالۍ هم له سقوط سره مخ دي.

خو د کندز د والي وياند سيد محمود دانش دا ټولې خبرې ردوي او وايي: «هيڅ ولسوالۍ طالبانو نه ده نيولې، قلعه ذال هم د دولت تر ولکې لاندې ده او له تېرو څلورو ورځو راهيسې عملياتو کې وسله والو ته درانه تلفات اوښتي دي». هغه ويلي، چې د قلعه ذال نښلوونکې لارې هم خلاصې دي او خلک له هيڅ ستونزې سره مخ نه دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button