خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د قاهرې محکمې پر مرسي د ابد حبس پرېکړه وکړه

همدا شېبه د مصر په پلازمېنه قاهره کې، د جناياتو محکمه کې د محمد مرسي او ځينو ملګرو محاکمه روانه ده.

الجزيره، رشيا ټوډې او ځينې نورې رسنۍ راپور ورکوي چې د يادې جنايي محکمې قاضي پرېکړه کړې چې محمد مرسي دې په ابدي حبس محکوم شي او پاتې شپږو تنو ته د اعدام پرېکړه اورول شوې ده. دغه راز يو بل ته د پنځلس کاله حبس سزا اورول شوې ده.

يادې رسنۍ راپور ورکوي چې محمد مرسي او نورو ملګرو ته يې يادې جزا ګانې قطر ته د جاسوسۍ په تور اورولې دي. پاتې دې نه وي چې محمد مرسي ته د حماس د جاسوسۍ په تور پخوا د اعدام پرېکړه هم اورول شوې وه، چې لا يې هم مصير نه دی معلوم.

محمد دماطي چې د اخوان المسلمين د دفاع د چارو مسؤول دی، له الجزيرې سره په خبرو کې يادې پرېکړې ظالمانه بللي او ويلې يې دي چې آن اسراييلي جاسوسانو ته دغه ډول جزا نه ده ورکړل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button