افغانستانسلايډ

د غزني امنيه قوماندان استعفا ورکړه

د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل له امنيه قوماندانۍ سره د کورنيو چارو وزارت د نه همکارۍ له امله استعفا ورکړې ده. نوموړي د خپل استعفا دليل د عدالت او د جگړو ميدان کې د همکاريو نه شتون او په دندو او منصبونو کې د اړيکو پر اساس ترفيع گانې بللي دي.

د غزني د ولايتي شورا يوه غړي غلام حسين چنگيز د جنرال امرخېل استعفا تاييد کړې ده. نوموړي ويلي، چې امنيه قوماندان له دې امله استعفا کړې ده، چې کورنيو چارو وزارت دې ولايت ته د تازه دمو ځواکونو او وسلو او مهماتو په نه استولو همکاري نه کوي.

جنرال امرخېل لس ورځې وړاندې وروسته له هغه چې ولسمشر غني دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې ورکړې او پلازمېنه او ولايتونو کې يې لسگونو نورو نظامي مامورينو ته مډالونه ورکړل وويل، چې حکومت کې خلکو ته دندې او ترفيع گانې د اړيکو او پېژندگلو پر اساس ورکول کېږي. نوموړي زياته کړې وه: «زه د هغو کسانو له ډلې يم چې په پنځلسو کلونو کې يې ترفيع مخ نه دی ليدلی، خو داسې کسان شته چې يوه کال کې د جنرالۍ دوه ترفيع گانې ورکړل شوې دي».

کورنيو چارو وزارت هم ويلي دي، چې د ښاغلي امرخېل استعفا يې ترلاسه کړې ده او ژر به يې په رد يا تاييد کې پرېکړه وشي.

غزني د هېواد په جنوب کې يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د وسله والو فعاليتونه په کې خورا پراخ دي او ځينې ولسوالۍ په بشپړ ډول د هغوی تر ولکې لاندې دي. د جنرال امرخېل په ورتگ سره گمان کېده چې طالبان به هلته وځپل شي، خو لا هم دغه ډله هلته ستر بريدونه کوي او ان د ولايت د سقوط وېره راولاړوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button