پاموړروغتيا

د غاښو د زېړېدو لاملونه

د غاښونو زېړېدل يوه عامه ستونزه ده. جالبه دا ده چې هغه خواړه چې د تويېدو پر مهال پر کاليو يا بل څه داغ پرېږدي، پر غاښونو هم خپل اثر لري او رنګ يې زېړوي. دغه راز د عمر ډېرېدل هم د غاښونو د زېړوالي يو لامل دی. ځينې دواګانې، لکه تتراسيکلين هم پر غاښونو داغ پرېږدي. ځينې وختونه د نقرې په واسطه د يوه غاښ ډکول هم د شاوخوا غاښونو پر رنګ تاثير لري.

کله چې د غاښونو د زېړېدو ستونزه دومره عامه وي او خواړه او دواګانې پرې اثر لرلای شي، بيا څنګه ترې ځان وساتو؟

د رنګ مخنيوی

  • مسواک وهل: مسواک وهلو باندې رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر ټينګار کړی. اوس عصري طب هم وايي چې له هرې غذا وروسته د مسواک کارول د غاښونو د رنګ د مخنيوي مهم لامل دی.
  • رنګ لرونکي مايعات: ويل کېږي چې رنګ لرونکي مايعات هم د غاښونو د رنګ خرابولو کې خپله اغېزه لري. نو بايد له دغو مايعاتو ځان وساتو.
  • له سګرټ وهلو ځان وژغورئ: سګرټ د خولې او مرۍ سرطان سربېره، د غاښونو رنګ هم خرابوي. هڅه وکړئ له سګرټو ځان لرې وساتئ.
  • غاښونه د تار په واسطه مه پاکوئ: د تار په واسطه د غاښونو له منځ څخه د پاتې شوې غوښې پاکول د خلکو تر منځ عادت دی. ډاکټران وايي چې له دې بايد استفاده ونه شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button