افغانستان

د عامه روغتيا وزير ته په ايډز ککړه ستن وهل شوې

د عامه روغتيا وزير فيروزالدين فيروز ته په ايډز ککړه ستن شوې ده.

هشت صبح ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې د عامه روغتيا پر وزير فيروزالدين فيروز د پل سوخته پوډريانو له لوري په ايډز ککړې ستن بريد شوی دی.

هشت صبح زياتوي، چې څه موده وړاندې د عامه روغتيا وزير د ولسمشر اشرف غني په امر د کابل لويديځ کې پل سوخته څخه د پوډريانو راټولو په موخه دغې سيمې ته تللی و، چې، چې په نشه‌يي توکو اخته کسان د بهرنيو ځواکونو خالي شوي مرکز فنيکس کمپ ته ولېږي او په دغه وخت کې يو پوډري پر ډاکټر فيروزالدين فيروز بريد د داسې يوې ستنې بريد وکړ، چې په ايډز «HIV» وايرس ککړه وه.

هشت صبح زياتوي، چې ستنه د وزير په بدن ننوتې او د درملنې لپاره المان ته رسېدلی دی.

د عامه روغتيا وزارت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button