پاموړسلايډسيمه او نړۍ

د طب په برخه کې د ۲۰۱۶ کال د نوبل نړيواله جایزه يو جاپاني بيولوجیسټ وگټله

د ګارډين د خبر له مخې دا جاپانی بيولوجيسټ يوشينوري اوسومي Yoshinori Ohsumi نومېږي ، چې د ۲۰۱۶ زېږدي کال د طب او فزيالوژي په برخه کې جایزه یې په دې چې د بدن ژونکې(حجرې) څه ډول خپل ځان بيرته رغوي او خپل ځان خوري autophagy په موندنې باندې ورکړه، چې د دويم ډول شکر، سرطان ناروغيو په برخه کې به ‌ډېره مرسته وکړي. نوموړی ۷۱ کلن دی او له ۲۷۳ نړيوالو طبي پوهانو څخه غوره شوی دی، دې جاپاني بيالوجيسټ ته به څه باندې يو ميلیون ډالر، يو مډال او يو ستاينليک د راتلونکي دسمبر په لسمه چې د امانويل نوبل د مړينې له ورځې سره سمون خوري (د ټولو برخو له ګټونکو: طب، کيميا، ادبيات، سولې، فزيک، اقتصاد په برخه کې ) ورکړل شي. ياده دې وي چې د نوبل جايزې کانديد د ټاکل کېدو تر وروستيو مرحلو نه وي خبر چې جايزه به ګټي. د فزيک ، کيميا او سولې جايزه ګټونکي به هم ددې اوونۍ تر پايه اعلان شي.

نوراجمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button