افغانستانسلايډ

د طالبانو يوه پلاوي چينايي چارواکو سره ليده کاته کړي

د طالبانو يوه پلاوي د سيمې او افغانستان د روان وضعيت په اړه له چينايي چارواکو سره لیده کاته کړي دي. رويټرز اژانس د يوه طالب چارواکي له خولې ويلي، چې طالب پلاوی د روانې مياشتې وروستيو کې چين ته تللی او دولتي چارواکو سره يې ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د نوم نه ښودو په شرط يوه طالب چارواکي ورته ويلي، چې د جولای له اتلسمې تر دوه ويشتمې د عباس ستانکزي په مشرۍ يو پلاوی چين ته تللی. نوموړي ويلي: «موږ د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره ښې اړيکې لرو، چې چين يو له همدې هېوادونو څخه دی».

رويټرز اژانس ليکلي چې طالبان هلته د چينايي چارواکو په بلنه ورغلي دي. خو په خپله چينايي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
چين د افغان سولې د څلور اړخيزې کمېټې يو غړی هېواد هم دی او د مذاکراتو له لارې د افغانستان د کړکيچ پر اواري ټينگار کوي.

شنونکي په دې اند دي، چې دواړو لوريو شايد په دې ليدو کتو کې پر افغان سوله خبرې کړې وي. افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو اترو تمه وروسته له هغه وشکېده، چې امريکا د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور په يوه هوايي بريد کې له منځه يووړ. امريکا ملا منصور د افغان سولې په وړاندې د خنډ کېدو په پلمه وواژه، خو ځينو باوري سرچينو د هغه له وژل کېدو وروسته وويل چې نوموړي غوښتل حکومت سره د امریکا له لاسوهنې پرته خبرې اترې وکړي.

د ملا منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو نوي مشر مولوي هبة الله په خپل پيغام کې افغانستان کې د وروستي بهرني پوځي تر شتونه پر جگړه ټينگار وکړ او له هغه وروسته د طالبانو حملو زور واخيست. د افغانستان د بيارغونې د څار امریکايي ادارې يا سيگار پرون خپل راپور کې څرگنده کړه، چې طالبانو سږ کال پر پخوا سربېره د افغانستان پنځه سلنه نوره خاوره هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button