افغانستانخبرونه

د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزیر ومړ

طالبانو ته نژدې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مخابراتو وزیر ملا الله داد طبیب مړی شوی.
ملا الله داد له اوږدې مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ کړېده. هغه د تېرې جمعې په شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ساه وركړه.

ملا الله داد د روسانو پر وړاندې جهادي جبهه درلوده او د طالبانو د تحریک راپورته کېدو سره له ملا محمد عمر سره یوځای شو.
د طالبانو د رسمی وېبپاڼو د معلوماتو پر بنسټ ملا طبیب د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړی د «اسلامي امارت» مالي چارو مسوول و، بیا د کندهار د ګمرک مسوول وټاکل شو او د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د مخابراتو وزیر وټاکل شو.
طالبانو ویلي چې نوموړي د خپل وزارت پر مهال د مخابراتو «د بهبود په منظور» ځينو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه هم کړي وو چې «د افغانستان لپاره یې په مخابراتي برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې». د طالبانو په رسمي وېب پاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې د ملا الله داد طبیب د وزارت پر مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت قرارداد لاسلیک شوی و چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال عملي نه شو.
الله داد په افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته په پاکستان کې ونیول شو، چې ۷ کاله يې په زندان کې تېر کړل، هغه له راخلاصېدو وروسته د معدې له تکلیفه ځوریده، چې د ډاکترانو له تشخیص وروسته څرګنده شوه چې په سرطان اخته شوی دی.

طالبانو د ملا طبیب په اړه د خواشینۍ پيغام کې نه دي ویلي چې نوموړي له مړینې وړاندې د طالبانو په لیکو کې کومه دنده درلوده که نه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button