افغانستان

د شینوارو قومي مشران د داعش پر ضد د حکومت له جګړې راضي نه دي

د ننګرهار د شينوارو قومي مشرانو تېره ورځ د داعش ډلې د ورانکارۍ او دولت د بې غورۍ په اړه ولسي جرګې ته ګيله کړې. هغوی وايي: «حکومت د داعش په نوم زموږ پر سر سودا کړې ده».

سرنوشت ورځپاڼې د دغو قومي مشرانو له خولې ليکلي، چې داعش وسله والو په تېرو شپږو مياشتو کې د شينوارو ولسواليو کې ۲۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، سل نور ملکيان ورسره بنديان دي او ۲۵۰۰۰ کورنۍ يې له سيمې شړلې دي. دغه مشران وايي، چې بې ځاي شوې کورنۍ په خورا بد حالت کې ژوند تېروي.

قومي مشرانو د ولسي جرګې له يوه ځانګړي پلاوي سره په خبرو کې زياته کړې ده، داعش وسله وال پنځوس کيلو متره د شينوارو خاورې ته راننوتي او خلکو ته پاکستانۍ پېژندپاڼې وېشي.

د داعش پر ضد د دولت د مبارزې په اړه شينوارو مشرانو وويل: «حکومت ۳۵۰۰ کسيزه قوه اچين ته را استولې ده، خو يو ګام مخکې نه ده تللې، ټول عسکر يوه ځای کې دېره دي، موږ له دې عملياتو راضي نه يو، ډېر کله د امنيتي ځواکونو د هاوان مرمۍ د ولسي خلکو پر کورونو لګېږي، چې مرګ ژوبله لري». د هغوی په وينا: «که حکومت زموږ پر سر سودا کړې وي، راته دې ووايي، چې سر ورکړو، که يې خاوره خرڅه کړې وي، موږ به بل پلو ولاړ شو، که داسې نه وي، ولې د داعش پر ضد ريښتینې جګړه نه کېږي؟».

قومي مشرانو وړاندې وويل: «هغه کسان د داعش جامه کې راپورته شوي، چې کلونه کلونه يې د دولت تنخواوې اخيستې او ځانونه يې د ملي امنيت کار کوونکي معرفي کول».

د مشرانو په وينا د افغانستان په ۵۰۰۰ کلن تاريخ کې دښمن د دوی سيمه لاندې نه کړه، خو د ملي یووالي حکومت په لنډه موده کې پرې په ډېره سپين سترګۍ بريد وشو، هغوی وويل، حکومت که د هرې موخې لپاره دغه پروژه پيل کړې وي، په ګټه يې نه ده، او شايد د ننګرهار د سقوط لامل شي.

شينوارو په پای کې ګواښ کړی، که حکومت د دې مسئلې غم ونه خوري، دوی به خپله په داسې کار لاس پورې کړي، چې پايلې په يې داعش او حکومت دواړو ته تاواني وي.

له دې مخکې ګڼو راپورونو او دولتي چارواکو پر حکومت تور لګولی، چې ننګرهار کې د يادې ډلې ملاتړ کوي او مشران يې کابل کې دېره دي، خو حکومت دا تورونه ردوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button