روغتيا

د شکر د ناروغۍ تر ټولو ستر لامل وپیژنئ

د روغتیايي کارپوهانو په وینا که چیرې په ورځنۍ ډول زیات وخت په کور په ناسته تیروئ نو د شکر په ناروغۍ اخته کیدل باید تاسې ته حیرانوونکې خبره نه وي.

د نیدرلینډ په ماسټریچټ نومې پوهنتون کې ترسره شوې دغې څیړنې کې ثابته شوې چې هر هغه ساعت چې له فعالیت پرته تیریږي د دوهم ډول شکر ناروغۍ خطر ۲۲٪ زیاتوي.
د دغې څیړنې لپاره د ماسټریچټ پوهنتون روغتیايي کارپوهانو د ۲۵۰۰ شاوخوا ښځو ژوند د ۸ ورځو لپاره تر څارنې او څیړنې لاندې نیولی و.
د دغې څیړنې په پایله کې ثابته شوې چې هغه کسان کوم چې خپل ډیر وخت له کوم فزیکي فعالیت پرته تیروي هغوي د شکر په ناروغۍ تر بل هر چا زیات اخته کیږي.
د دغې څیړنې څیړوونکي ویلي چې د ژوند طریقه او فزیکي فعالیت هغه څیزونه دي چې انسان د شکر په ناروغۍ اخته او یا هم ترې ژغورلی شي.
له دې وړاندې هم څیړنو ثابته کړې وه چې په ورځنی ډول فزیکي فعالیت نه لرل او یا ورزش نه کول انسان د زړه په ناروغیو، د وینې لوړ فشار او په یو شمیر نورو ناروغیو اخته کولی شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button