روغتيا

د شپې خوب کولو دمخه یو ګېلاس شيدې څښل؛ کومې ګټې لري؟

د شپې خوب کولو دمخه یو ګېلاس شيدې څښل؛ کومې ګټې لري؟

۱- ښه خوب کې مرسته کوي

د شپې له خوا شیدې څښل د یو لړ مالوماتو له مخې په ارامه خوب کولو کې رغنده رول لري، په شېدو کې د ټرېپټوفان او مېلاتون په نوم دوه کیمیاوي توکي شتون لري چې له یو کس سره په چټکۍ او ارامه خوب کې مرسته وکړې. دغخ دوه کیمیاوي توکي د زړه فعالیت ته وده ورکوي. او همدا رنګه په نورمال فشار ساتلو کې مرسته کوي، نو همدا لامل دی څوک چې د شپې یو ګېلاس شیدې څښي د نورو خلکو په پرتله ډیر ارام خوب کوي.

۲- د لوږې احساس به ونه کړئ

ډیری خلک د شپې ناوخته د لوږې احساس کوي چې دا چاره بیا د خلکو پر خوب باندې منفې اغېزه کوي او خوب یې ورته ګډوډ کوي. خو که چیرې یو ګېلاس شیدې وڅښل شې نو له دې ستونزې څخه به وژغورل شئ. په شېدو کې داسې پروټین شته دی چې له امله به یې تاسې د لوږې احساس ونه کړئ.

۳- د بدن دردونه راحت کوي

دا چې شیدې ګڼ شمېر پروټینونه لري، نو یاد پروټینونه کولی شي چې ستاسو دردونه راحت کړي. شیدې څښل د عضلاتو او هډوکو لپاره خورا ګټور دي. کله مو چې عضلات او هډوکې ښه وه، نو تل به احساس کوئ او ښه خوب به ولرئ.

یادونه: ځینې وګړي بیا د شپې له خوا له شېدو څښلو سره حساسیت لري. مګر دا ډول خلک باید د ډاکټر له اجازې پرته شیدې د شپې له خوا ونه څښې، او باید له ډاکټر سره مشوره وکړې.

ورته مطالب

Back to top button