افغانستان

د شمال نظامي قوماندانان ژمنيو عملياتو ته تیاری نيسي

د شمال او شمال ختيځ زون لوړپوړي امنيتي چارواکي د ژمنيو عملياتو د پرمخ وړلو لپاره د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرکز کې په دې ولايتونو کې د امنيتي ننګونو په اړه غږېدلي دي.

ناسته کې په شمال او شمال ختيځ زون کې د ايساف ځواکونو د غوڅ ملاتړ مرستيال قوماندان، د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات، د ملي امنيت رييس جنرال عباد الله عباد، د کندوز د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان شير عزيز کامه وال، د بلخ د پوليسو د ۷۰۷ پامير زون مرستيال، او د پوليسو او اردو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه ناسته د روان کال د ژمنيو عملياتو د پلان ګذارۍ لپاره وه، چې په اړه به يې د ګډونوالو قوماندانانو له لوري لازم تدابير ونيول شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ژمي له پيل سره به په دغه زون کې د ظفر په نوم عمليات پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې شنونکي د يخنۍ په راتلو سره د دولت د وسله والو مخالفینو د بريدونو د کمېدو خبره کوي، خو طالبانو تېر ژمی هم وکولای شول، د ګڼو ولسواليو په نیولو دولت وننګوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button