افغانستان

د سیمه‌ییزو ارگانونو مشر استعفا ورکړه

حکومت ته نږدې سرچينو د سيمه‌ييزو ارگانونو د خپلواکې ادارې د مشر د استعفا خبر ورکړی. سرچینه زیاتوي، چې جيلاني پوپل تر استفعا وروسته امريکا ته تللی. سرچينو ويلي، چې ښاغلی پوپل له ولسمشر غني سره په څه خبره خواشینی شوی دی، استعفا يې ورکړې او امريکا ته تللی، چې د بيا راګرځېدو اراده نه لري.

د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواکې ادارې وياندې، منيرې يوسفزاده امريکا ته د پوپل د تګ پخلی کړی دی، خو وايي، چې نوموړی له ولسمشر څخه په رسمي رخصت تللی او مرستيال يې د سرپرست په توگه د ادارې کارونه پر مخ وړي.

راپورونه وايي، د دولت لوړپوړي چارواکي د پوپل د پخلا کېدو هڅې کوي، څو هغه د ملي امنيت رييس وټاکي، خو که هغه دې دندې ته غاړه کښېنږدي، نو د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی به د ملي امنيت رييس ټاکل کېږي.

په دې وروستيو کې د حکومت دننه د پراخو بدلونونو د رامنځته کېدو راپورونه ورکول کېږي، له دې وړاندې د ملي امنيت رييس، رحمت الله نبيل پر ولسمشر له نيوکو وروسته استعفا ورکړه. همدا راز د هغه د مرستيال، اديب فهيم د استعفا اوازې هم شته، خو لا په رسمي ډول نه دي تاييد شوي. ويل کېږي، اديب فهيم له دې امله استعفا ورکړې، چې ملي یووالي حکومت يې ولې د ملي امنيت رياست ته نه معرفي کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button