پاموړ

د سیاستوال دېرش نښې

ژباړن نېلاب شینواري

1. لومړی خپلې لوړې زده کړې سرته رسوي، وروسته سیاست ته دانګي، نه دا چې تر سیاستوالۍ وروسته زده کړو ته مخه کړي؛
2. تر ډیره د کاغذ له مخی وینا کوي؛
3. خپله توجه او انرژي د خپل هیواد په ښه حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګ او له ټکنالوژۍ سر په اشنایۍلګوي؛
4. د ملګرو پاملرنه راتلونکي ته اړوي چې پر ځای لاسته راوړنې ولري؛
5. هېڅکله غوسه نه کوي؛
6. د مخالف نیوکو ته په ډاډ او صبر سره ځواب وایي؛
7. غونډې په خپل وخت سره پیلوي؛
8. د تل لپاره خپلې ټولنې سره په اړیکه کې وي؛
9. په بهرنیو اړیکو کې له وړو کړنو نیولې تر ستراتیژیکو اقداماتو پورې د خپل هیواد په ګټه کار کوي؛
10. چې غلطي وکړي نو بښنه غواړي؛
11. د ټولو پاملرنه د خپل هیواد د ګټو او ځواک لپاره اړوي؛
12. مخکې تر دې چې سیاسي ځواک ته ورسي، ۴۰ هېوادونه یې باید لیدلي وي؛
13. په اوسط ډول د ورځې دوه ساعته ورزش وکړي؛
14. هغه خلک چې د هیواد د ګټو لپاره کار او زیار باسي هغوی تل تقدیروي؛
15. خپلې دندې ته په تقدس قایل وي؛
16. لږ تر لږه په یوې بهرنۍ ژبی تسلط ولري؛
17. له ماشومتوبه یې کورنۍ تربیه ښه وي؛
18. د حال په ژبه پوه شي؛
19. په خپل سیاسي ژوند کې باید لږ تر لږه دوه سترې لاسته راوړنې ولري؛
20. د مقابل لوري په کمزورو ټکو پوه وي او هغه پرې خبر کړي؛
21. باید ځیرک وي، د خپلې ټولنې په نزاکتونو پوه وي؛
22. په هر حالت کې باید خپل ادبیات عادي وساتي؛
23. له ډیرو خبرو دې ځان ژغوري، دا ښه ده چې اکثر چُپ پاتې شي؛
24. په خپلو ویناوو کې باید شمیرې او مصادر یاد کړي؛
25. په خوله موسکا، له نورو سره ښه چلند او مینه یې عادت وي؛
26. ساسي اخلاق او مدنیت ولري؛
27. د ساسي قدرت تر رسېدو مخکې يې باید ښه ژوند کړی وي؛
28. لږ تر لږه یې د ۲۰۰ کامیابو څیرو بیوګرافۍ لوستي وي؛
29. باید خپل فکرې جوړښت ولري، که چیرې له نوو څیزونو سره مخ کیږې او ورته معقول ښکاري، باید خپل افکار اصلاح کړي؛
30. د خپل مسوولیت حق ادا کړياو خپل دغه مسوولیت له خپل حقوقو څخه لوړ وګڼي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button