راپورونهسيمه او نړۍ

د سپینې ماڼۍ ویانده سندرز وايي: “کیم جونګ اون راته سترګک وهلی”

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، چې د جنوبي کوریا رهبر کیم جونګ اون ورته سترګک وهلی و.

سارا سندرز، دا خبره د خپلو خاطراتو په تازه چاپ کړي کتاب کې کړې ده.

د سپینې ماڼۍ دغې ویاندې ویلي، چې دا سترګک ورته د امریکایي پلاوي په ډله کې شمالي کوریا ته د سفر پر مهال وهل شوی و.

سارا سندرز ویلي: د یوې غونډې پر وخت مې کیم جونګ اون ته پام شو، چې سر وخوځوه او سترګک یې را ته ووهه.

د نوموړې په وینا، دې وروسته دا خبره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وکړه، چې هغه وخندل.

ټرمپ خپلې ویاندې ته ویلي و:

کیم جونګ اون درباندې مېن شوی، ته باید هلته بیا – بیا لاړه شې او زموږ لپاره قرباني ورکړې!

آغلې سندرز له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ پورې دوه کاله له ټرمپ سره دنده ترسره کړه.

هغې په رسنیو کې له ټرمپ څخه فعاله دفاع کوله.

سندرز، د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشهور سیاستوال مایک هاکبی لور ده.

د هغې پلار د آرکانزاس ایالت د والي په توګه دنده ترسره کړې وه.

د نوموړې کتاب، تراوسه بازار ته نه دی راوتی، خو ګارډین ورځپاڼې یې وار د مخه ځینې ټکي خپاره کړي.

ورته مطالب

Back to top button