روغتيا

د سي زيړي د خپرېدو نښې او لاملونه

ډېری خلک اوس هم دا فکر کوي، چې دا يو لاعلاجه ناروغي ده او مريض ترې خامخا مري.
طبي څېړنکو د سي زيړي په اړه څېړنې کړي، علامې، د خپرېدو لاملونه او درملنه يې په نښه کړې ده.
سي زېړی څه شی دی؟
د سي زيړی له امله د انسان ځيګر ډېر اغېزمن کيږي، فعاليت پرېږدي او د ځيګر خرابۍ له امله ډېر کسان مړه کيږي.
دا ناروغي څنګه خپريږي؟
دا ناروغي د وينې له لارې خپريږي، که څوک داسې يوه ستن وکاروي، چې له دې وړاندې د سي زيړي ناروغ ته لګول شوي وي، نو دې سره کېدای شي دې بل ناروغ ته ورشي.
له ۱۹۷۰تر ۱۹۹۰ کلونو پورې د يادې ناروۍ له امله ډېر خلک مړه شوي او تر ټولو ستر لامل يې هم د استعمال شوې پيچکارۍ وې، چې نورو ناروغانو ته به لګول کېدې او اوس د سي زيړي له امله د مړينې کچه کمه شوې، ځکه چې ډاکټران هڅه کوي، چې استعمال شوې پيچکارۍ ونه کاروي.
له جنسي اړيکو هم دا ناروغي خپرېدای شي او ډاکټران وايي، چې په دې اړه هم بايد ډېر احتياط وشي.
په حمام کې د وېښتو جوړولو پر مهال، چې کومه چاړه او پاکي د زېړي مريض لپاره کارول شوي وي او بل چا ته هم وکارول شي، نو دې سره هم د زېړي د خپرېدو امکان ډېر زيات دی.
په دې اړه بايد ډېر احتياط وشي. همدا رنګه په وروسته پاتې هېوادونو کې د غاښونو ډاکټران خپل طبي وسايل په مناسبه طريقه نه پاکوي، چې له امله يې د زيړي خپرېدو امکان ډېر زيات دی.
د زېړي تشخيص څنګه کېدای شي؟
اول خو دا، چې داخله يا ميډيکل ډاکټران د زيړي په نښه نښانو ډېر ښه پوهيږي او ورپسې بیا د خپل شک له مخې د زيړي يو ټيسټ کوي، دغه ټيسټ د «Elisa» ماشين په واسطه کيږي او که دغه ټيسټ کې د زيړي ميکروب و، نو بيا ورپسې يو بل ټيسټ کوي، چې معلومه کړي، د زيړي ميکروب ژوندي دي، که مړه. ډې ټيسټ ته «PCR DNA» وايي، چې شاوخوا يوه اونۍ وخت نيسي.
که د ياد ټيسټ نتيجه کې وايرس مړه و، نو درملنې ته يې اړتيا نه شته او که ژوندي و، نو بيا به بايد له يو ښه او تکړه مختصص شره مشوره وشي او د هغه په لارښوونه د زيړي درملنه وشي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button