افغانستان

د سیداباد خلکو د حکومت پر ضد د لاريونونو ګواښ وکړ

د ميدان وردګو سيداباد خلک وايي، که د دوی د ماشومانو قاتلين مجازات نه شي، نو د ميدان وردګو خلک به د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي.

د سيداباد خلک وايي، چې ولسمشر اشرف غني دوی سره ژمنه کړې، چې د دوی د ماشومانو قاتلين به د محکمې په امر خپله سزا ويني، له سیمې به د ملي اردو کنډک بدلوي او د وژل شوو ماشومانو د پېښې ځای کې به لويه ديني مدرسه جوړوي.

ولسي جرګه کې د ميدان وردګ استازو او نورو قومي مشرانو نن د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې که ولسمشر غني د پنځلسو ورځو په ترڅ کې خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، نو د کابل کندهار لويه لار به د اعتراض په توګه وتړي.

ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازی عبيدالله کليمزي او نورو قومي مشرانو له ولسمشره غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره خپلې کړې ژمنې عملي کړي او د ميدان وردګو ولس د حکومت پر ضد اعتراضونو ته اړ نه شي.

بايد وويل شي، چې د تېرې جمعې په ورځ د سيداباد ولسوالۍ په اوتړيو سيمه کې د ملي اردو له لوري په توغول شوي هوان کې نهه ماشومان وژل شوي وو او يو شمېر نور يې ټپيان وو.

د ميدان وردګ والي په لومړيو کې په پېښه کې د ملي اردو عسکر پړه نه بلل او د سيمې پارېدلي خلک يې هم د والي دفتر مخته له اعتراضي لاريونه منعه کړي وه، مګر وروسته يې بيا ومنله، چې د پېښې مسوولين د ملي اردو د کنډک غړي دي او په دې اړه يې د ملي اردو درې عسکر نيولي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button