افغانستان

د سيداباد خلک: سيمه‌ييز پوليس ترې په زور پيسې او مالونه اخلي

د وردگو د سيداباد اوسېدونکي وايي، ولسوالۍ کې د مېشتو سيمه‌ييزو پوليسو له شتونه خوښ نه دي او حکومت دې يې په لرې کولو غور وکړي.

خلک وايي، د کابل- کندهار پر لويه لار د سيداباد ولسوالۍ په حيدر خېلو، کج کلا او مملو سيمه کې سيمه‌ييز پوليس د شپې له مخې غلاوې کوي، موټر شوکوي او له خلکو په زور پيسې اخلي. «دې ځايونو کې د سيمه‌ييزو پوليسو درې پوستې دي، هر ځل چې غلاوې او غصب کېږي، د پوستو خوله کې کېږي».

سرنوشت سره خبرو کې د سيداباد يوه قومي مخور سلام خان ويلي، په ټوله لاره غلا نه کېږي، خو د سيمه‌ييزو پوليسو پوستو ته څېرمه خلک لوټل کېږي، پيسې او نور توکي ترې په زور اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړې ده، خلکو په دې اړه ولسوالۍ ته شکايت هم وکړ، خو هغوی يې د مخنيوي لپاره څه ونه کړل.

د سلام خان په وينا: «تېرو لسو کلونو کې دلته هر ډول جگړې وشوې، خو له چا غلا نه وه شوې، نه موټر شوکول شوي وو، له هغې ورځې چې حيدر خېلو، کج کلا او مملو ته سيمه‌ييز پوليس راغلي، غلاوې شروع شوي».

د سيمې يوه اوسېدونکې سميع الله سرنوشت ته ويلي، تېره اونۍ کج کلا کې د سيمه‌ييزو پوليسو پوستې سره له يوه ټکسي والا څخه څلوېښت زره افغانۍ اخيستل شوې دي.

د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سيمه‌ييزو پوليسو له شتونه خوښ نه دي، مالونه يې لوټل کېږي، په زور ترې اخيستل کېږي او وهل ټکول پرې له پاسه خوري.

سرچينې ليکلي، د سيداباد ولسوال او نورو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

حکومت سره له دې چې له سيمه‌ييزو پوليسو بيا بيا شکايتونه کېږي، په دې اړه گام نه پورته کوي. ولسمشر غني وايي، دغه وسله وال په حکومتي چوکاټ کې داخل دي او د غير مسوولو وسله والو په څېر چلن نه ورسره کېږي.

د هيواد په ډېرو سيمو کې پر سيمه‌ييزو پوليسو د غلاو، وژنو، جنسي تېريو، چور، او په زور د خلکو د مالونو د اخيستلو او د هغوی د ځورولو تورونه دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button