نثر

د «سياسي فلسفې» د کتاب معرفي / یحيی جدي

کتاب: سیاسي فلسفه
لیکوال: ډاکټر سید شیرآقا حرکت
معرفی کوونکی: محمد یحیی (جدی)

پاڼي:۱۸۴

سیاست- د سیالانو لوبه: د استعمار او استثمار شکلونه کاملآ تغيیر کړیدې، د هغې په تار او پود باندې پوهیدل ضرور دي. د خوشباورۍ او سادګۍ وختونه ډير پخوا تیر شویدي که نه نو پداسې یوه نا مخسوس شکل سره د داسې عظیم بار لاندې سړې ملا ماتې پریووځي چې د ابد لپاره به پورته نشي.

د سپتمبر د یوولسمی نیټې د پیښې څخه وروسته د المان دولت د تروریزم پر ضد د مبارزی لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته ضرورت درلود. هغوۍ يواځې د سګرټو په بیه کې دوه سنته اضافه کړل او د دغه پيسو عمده برخه د همدغه دوه سنتونو(فینیک) څخه جوړه شوه.

ژوند کثیرالجوانبه شوې. د مبارزې سنګرونه هم بې شمیره شوي.د هر سنګر لپاره د سیالې ډلې روزل پکار دي. هره سیاله ډله په هر ماحول، موضع او هر سنګر کې چې اوسي د خپل سیال رقیب په مقابل کې باید د سیال دریز توان، فهم، درک اوو دینامیزم ولري.

په یوه اولس کې د اولسي خیر ښیګڼې او اولسي منل شوؤ ارزښتونه په مقابل کې د مسؤلیت احساس هغه وخت روزل کیدې او منځته راتلای شي، په کوم کې چې په اولسي کچه د ښو او بدو تمیز او د مسؤلیت احساس موجود وي او ملي ارزښتونو او ګټو ته د شخصي ګټو او ارزښتونو په نسبت حق د لومړیتوب قایل وي.

د بشر په تاریخي دوره کي نژدي ۵۵۰۰ جنګونه ثبت او د هغې زیاته برخه زمونږ په ملک یا د هغې په شاوخوا کې پیښ شویدي. د هغې د سونګ مواد او قربانیان زمونږ خلک او د جنګ میدان زمونږ ملک وؤ. همدا سبب دې چي زمونږ د اولس په ۶۰۰۰ کلن تاریخ کې مونږ ته په ملک کې ولاړه لوټه په میراث نده پاتې. ملامته هم به عمده ډول زمونږ مشران او همداسې زمونږ اولس وؤ ځکه چې وايي: اولس د همغه حکومت، دولت او مشرتابه سزاوار دی چی پری حکومت کوی.

مجاهدین: ټولې شخصي، ملي، دولتي او نورې دارايي ګاني يي د ځانونو لپاره مال د غنیمت وګاڼه او چور يي پرې جوړ کړ. د مکتب د میز، چوکۍ او سطرنجۍ څخه نیولې، تر جمهوري ریاست د دفتر د میز، چوکۍ، قالینو او موټرو پورې او همداسې د یوې کوچنۍ مرمۍ څخه نیولې تر طیارې پورې هر څه د پاکستان په بازارونو کې د کباړ په بیه خرڅ او یا پنجشیر درې ته وچلول شول.
کله چې برهان الدین رباني جمهور رئس شو نو د خپلې ادارې د حقوقی او اداري اسنادو د تنظیم او تسوید لپاره يي صدیق کانجو د مشاور راوغوښت او د دفاع وزیر احمد شاه مسعود د امنیت او د دفاع وزارتونو د تشکیل جوړول د آی ایس آی رئس حمید ګل ته وسپارل.

د سپتمبر د پیښی عاملین اکثرا د امریکي، انګلستان او یا نورو اروپايي هیوادونو اوسیدونکي وؤ. بن لادن هم په افغانستان کې د روسانو او کمونیزم په ضد د همدغه هیوادونو د قوماندې لاندې جنګیده او طالبان هم یو وخت د امریکي سره د سیاسي معاملې جوګه ګڼل کیدل. صدام حسین د امریکي څخه وسلې تر لاسه کولې او د ایران پر مقابل کې جنګیده او یا په منطقه کې ترې ټولو هیوادونو د خطر احساس کاوه او خمیني هم یو وخت د امریکی د تائید وړ وؤ.

افغان ځوان نسل چې په حقیقت کې د افغاني ټولنې فزیکي او معنوي طاقت جوړوي د وروستي ۲۳ کلن جنګ په موده کي زیږدلي او په همدغه نا سالمو شرایطو کې چې ژبني، نژادي، مذهبي، سمتي، قومي او نورو هر ډول تبعیصونو ته لمن وهل کیده یو د بل په مقابل کې د کرکي، نفرت، تبعیض، کیني، حسارت، لوټمارۍ او جنګ په روحیه روزل شوې. چرس، بنګ، هیروئین د مجازي انرژۍ او طاقت د احیآ او ډیري نا چله پیسي او د عیاشئ وسایل په حقیقت کې د دغه ځوانانو د حیات د خرید د وسیلي په توګه د یوي مړۍ وچي ډوډۍ څخه د مخه هري جبهې ته رسیدل او هر قوماندان په تصرف کې ورکول کیدل او د جبهو سنګرونه او د عیاشۍ محفلونه پری ګرم ساتل کیدل.

اختلافات په ټولو جوامعو کې وجود لري خو کله چي دغه اختلافات ملي ګټې په خطر کی اچوي او د ملي خیانت تر سرحده رسیږي ټولې مخالفې ډلې د ملي ګټو په خوا دریږي او ملي حکومتونه او دولتونه پایداره پاتی کیږی.

هیڅ یوه اصیل افغان خپل غلیم ته هیڅکله نه دې په ګونډو شوې او تل يي په ګونډو د ژوند کولو څخه په ولاړی مرګ سل واری بهتر ګڼلې دې.

ځیني کسان وايي سیاست چټله لوبه ده، رښتیا ده چټل سیاست مداران چټله لوبه کوي. خو زه وایم سیاست علم دې، سیاست منطق دې. سیاسي لوبې یواځې په علم او منطق سره د حل لار پیداکوي. پور په ورکولو، حق په ادا کولو او سیاسي مسایل یواځی د منل شوو عادلانه اصولو، قوانینو اوحق ته په غاړه ایښودلو د حل لار پیداکول شي. هر سیاست مشخص هدف او ارمان لري او د هغې په مقابل کې مشخص دریز پکار دي. پرته لدې چې سیاست علم او منطق دې. ځانته متودولوژي، ترمنولوژي، مقولې او قوانین لری.

په خیټه وږي په اولس کې شپې سبا کولې شي، خو تاریخي مختورن ته په اولس کې د شپو تیرولو حق هیڅوک نشي کولې، ښه به دا وي زمونږ ګاونډیان او بل هر څوک زمونږ په دوستۍ محاسبه وکړي نه زمونږ په غلامۍ!

مونږ خپلو دوستانو او دښمنانو ته وایو. چي د اوبو په سر خس او خاشاک باندې ونه غولیږي د سیند اصلي بهیر د هدف په لور لار وهي. افغانان لا ژوندې اولس ګڼل کیږي. د ژوندي اولس په سینه، چی لا زړه يي دربیږي هیڅ ډول دیوالونه، کرښې او اغزن بندیزونه پایدار نشي پاتې کیدلې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button