راپورونهسيمه او نړۍ

د سویلي کوریا: شمالي کوریا پوځيانو زموږ یو چارواکی له وژلو وروسته سوځولی

د سویلي کوریا د دفاع وزارت وايي، چې د شمالي کوریا پوځيانو د دوی یو چارواکی له وژلو وروسته سوځولی.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دوی وژل شوی چارواکی له پولې سره نږدې د ګزمې پرمهال له کښتۍ ورک شوی، چې وروسته د شمالي کوریا په اوبو کې موندل شوی دی، دوی زیاتوي، چې د دوی پوځي د شمالي کوریا پوځیانو ویشتلی او له تېل اچولو وروسته یې سوځولی دی.

د سویلي کوریا د دفاع وزارت د شمالي کوریا دا کړنه وحشي عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلی.

ورته مطالب

Back to top button