افغانستان

«سږ کال ژمي د طالبانو پر جگړې اغېز نه دی کړی»

تمه کېده چې د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې د سړو په راتلو سره د وسله والو طالبانو په بريدونو کې کمی راشي، خو په نږدې ټولو سيمو کې دغه بريدونه لا هم په زور کې روان دي.

د سويل ختيځ زون امنيتي چارواکو ويلي، سږکال طالبان د ژمي په راتگ هم په خپلو سيمو کې پاتې دي، او د گرمو موسمونو په څېر جگړه کوي.

دغه چارواکو زياتوي، دا لومړنی ژمی دی، چې وسله وال په خپلو سيمو کې پاتې دي او جگړه پر مخ وړي. طالبانو پخوا د ژمي په رارسېدو په ډېرو ځايونو کې خپلو بريدونو کې کمی راووست، خو سږکال برعکس د هغوی بريدونه ورځ له بلې په ډېرېدو دي.

د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسد الله شيرزاد وايي، د سويل ختيځ زون په اوو ولايتونو خوست، پکتيا، پکتيکا، لوگر، غزني، ميدان وردگ او باميان کې يې عمليات روان دي، چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته د پام وړ مرگ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د دغو عملياتو په ترڅ کې د دوه سوه پنځوس تنو طالبانو او اويا تنو امنيتي کسانو د مرگ ژوبلې پخلی کړی دی.

نورو امنيتي چارواکو هم وسله والو طالبانو ته د درنې مرگ ژوبلې اړولو ويلي دي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د عملياتو په اړه د چارواکو خبرې ردوي او وايي، يوازې څو ولسواليو کې دولت عمليات کړي، چې ډېر تلفات يې ليدلي دي.

د طالبانو بريدونه په داسې حال کې توند شوي دي، چې افغان دولت او دسيمې هيوادونه له دوی سره د سولې په اړه په شرايطو غور کوي، طالبانو خبرو اترو ته د ناستې لومړی شرط دا ايښی، چې ټول بهرني ځواکونه له هيواده ووځي، خو بل لور ته دولت دغو ځواکونو ته افغانستان کې د پاتې کېدو ټينګار کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button