سلايډنظر او تحلیل

د سولې گدايي د زور خبرې!

ش. حصین

د کندهار د هوتکیانو په دوره کې د صفوي امپراطورۍ پلازمېنه اصفهان د افغاني لښکرو لاس ته ورپریوت. دغه وخت د یوه مسیحي مبلغ د سترگو لیدلی حال په روم کې د همدې ډلې مذهبي مشر ته د یوه رپوټ په توگه ورولیږل شو. همدغه رپوټ کلونه وروسته د «اصفهان دسقوط» په نوم خپور شو. د اصفهان د سقوط د ډېرو عواملو په څنگ کې مسیحي مبلغ (کروسنسکي) د شاه حسین صفوي د شخصیت کمزورتیا د سقوط یو لامل گڼي او لیکي چې: «هغه یو داسې پادشاه و چې د فرمان ورکولو پر ځای فرمان وړونکی و، تر دې ډېر کم عقله و چې وکولی شي د هغو کسانو د توطئو پېژندنه وکړي چې د ده په شاوخوا راټول شوي وو او تر دې هم ډېر کمزوری و چې له توطئې څخه په خبریدو له ځانه دفاع وکړي».

هغه څه چې د ملي یوالي د مسخره حکومت په نوم د یوه بهرني زور ځواکي له خوا د افغانستان پر ولسونو تپل شوی، «مشران!» يې مخکې له دې چې د فرمان ورکولو توان ولري د مرییتوب تر کچې فرمان وړونکي دي. په همدې وجه دغه د یوه ارگ دوه واکمن نه یواځې یوه او بل ته د ډلو په اډانه کې په پرله پسې توطئو اخته دي بلکې هیڅ یو يې هم د توطئو له پیژندنې وروسته د دې توان نه لري چې له ځانه د دفاع توان وښيي. دغسې یو ناروغه په پردو مزو تړلې، د پردو د موخو ساده وسیلې هم د سولې دروغجنې دعوې مخته وړي او هم د جگړې لفظي ډزې کوي. څو کاله مخکې د ډهلي په یوه روغتون کې مې له خپل معالج ډاکټر سره زړه خواله درلودله. د هغه ډاکټر مخې ته یوه ایالتي رسنۍ پرته وه. په هغې رسنۍ کې د همغه ایالت د ماليي وزیر لیکلي و چې تر څو پاکستان د نړۍ د نقشې له مخې ورک نه شي په سیمه کې سوله نه شي راتلی. ډاکټر همدې لیکنې ته په گوته نیولو وویل: وگوره موږ داسې احمقان هم لرو، پاکستان یو هیواد دی، له نیمې پیړۍ زیات عمر لري. د ملگرو ملتونو د سازمان غړی هیواد دی، پراخه نړیوالې او سیمه ییزې اړیکې لري، هلته سل ملیونه انسانان ژوند کوي، دغه سل ملیونه انسانان لږې یا ډېرې خپلې تاریخي ویاړنې لري، خپله خاوره او خپل عقاید او باورونه ورته گران دي… له دې ټولو سره سره د یوه سل ملیوني هیواد د نابودولو غوښتنه په خپله یوه بشري ضد غوښتنه ده. که هند له انگریزي استعمار نه یو څه تر لاسه کړل پاکستان هم په دې برخه کې د لږې ونډې خاوند نه و. د هند ویش، د پاکستان جوړېدل د استعمار د اوږدو راتلونکو پیړیو غوښتنه وه. نن هم همغه استعمار او میراث خوړونکي يې د دې سیمې سولې او ثبات ته د مرگوني گوزار نښې نیسي.

زه ویریږم چې همدا اوس د هند او پاکستان د جگړه غوښتونکو احساساتو مزي بیا هم د همغو پردو پلاسو کې د پردو موخو لپاره نه وي. او له دې ټولو چې تیر شو. د جگړې پایلې تر ډېره له مخکې د اټکل وړ نه وي. ډېر ځله ناڅاپي او ناپیژندل شوي عوامل او ناببره پیښې د جگړو پایلې اړوي. څوک ضمانت ورکولی شي چې د هند او پاکستان کیدونکې جگړه به هرو مرو د هند په گټه او د پاکستان په تاریخي نابودۍ اوړي… د هغه دردمند په انسانیت باورمن ډاکټر خبرې همدا اوس زما ‌ذهن ته دا رارسوي، چې له یوې خوا پنجاب ته د اشرف غني غوړیدلې له ننواتو ډکه لمن او له بلې خوا هم د ده او هم د بهرنیو چارو د معین حکمت کرزي دا ډزې چې وايي: «هغه طالبان چې سوله نه مني موږ به يې له ټولو وسایلو څخه په گټه اخیستو نابود کړو»، په لږ توپیر همغه د هند د ایالتي وزیر څرگندونو ته ورته دي. شاو خوا کال وړاندې مې له بي بي سي پښتو خپرونې سره یوه مرکه درلودله په دې مرکه کې امریکا میشتی د لوړې پوهې خاوند جلالي صاحب د تلفون په کرښه گډون درلود. هغه د سولې د راتگ خبره په دې پورې وتړله چې طالبان باید لومړی په زور مات بیا ورسره سوله وشي. ما له ټولې درناوۍ سره سره چې هغه ته مې درلودله ورزیاته کړه چې جلالي صاحب جگړه خو د دوو لورو سره مخامخ کېدل دي، که د جگړې یو لوری مات شي، وسله پر ځمکه کیږدي او بل لوري ته په گونډو شي بیا نو سوله له چا سره او معنا يې څه ده؟ ځکه سوله خو د جگړې ضد ده. جگړه چې یووړل شوه نور د سولې خبرې منطق او ځای له لاسه ورکوي. اوس داسې ښکاري چې د جلالي صاحب تيوري د ده د نږدې دوست غني په غوږونو کې کړنگهار کوي. د ښاغلي اشرف غني او د هغه د سیال واکمن عبدالله عبدالله ویندویان په پرله پسې توگه څرگندونې کوي چې «سوله یواځې له هغو کسانو سره کوو چې رژیم ومني، وسله پر ځمکه کیږدي، قانون اساسي ومني او نظام؟ ته سلامي شي. که خبره همدا وي نو دا د سولې ناستې پاستې او تر پنجابه تودې منډې رامنډې مگر هسې یوه ننداره نه ده؟ خندوونکې خو لا دا ده چې د زور خبره هم د پنجاب په اعتبار غټېږي او وايي چې پنجاب او افغانستان به په گډو پوځي او جاسوسي عملیاتو او متقابله اطلاعاتو د طالبانو ځواک اوبه کوي. له خبرې سره سم دا هم پخه نغښتې او د پاکستان ټوله لوبه هم په دې ولاړه ده چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان یا د پنجاب مخالفین به د ځپلو لومړی او غټ هدف وي. په دې کار سره نه یواځې افغانستان په وزیرستان اوړي بلکې پنجاب او کابل د امریکا او انگلیس په ورکړل شوې نقشه د ډیورند د استعماري کرښي دواړو لورو ولسونو ته د جنگ اعلان ورکوي. دا جنگ د ولسونو په وړاندې د حکومتونو جنگ دی. دا جنگ تر هر څه د مخه له بشري پلوه یوه بشري ضد خونړۍ جگړه ده. د هرې جگړې په بهیر کې د سولې غوښتنې د جگړې د دواړو لورو په شرطونو کې ځان ښيي کابل خو خپلې غوښتنې لکه چې وویل شو ټاکلې دي. د جگړې بل لوری خو هم هرو مرو غوښتنې لري که هغه غوښتنې وانه وریدل شي او یا لږ ارزښت ورکړل شي نو د سولې دا ټولې نندارې به د وخت وژنه او د ناتار غزېدنه نه وي؟ د جگړې هغه بل لوری وايي چې د کابل حکومت د امریکا او نورو لاسپوڅی، بې وسه او له اختیاره بې برخې حکومت دی. له دغه حکومت سره خبرې د سولې ضمانت نه شي ورکولی. هغه لوری په دې ټینگار کوي چې د جگړې د دوام عامل د اشغال دوام دی. د اشغال ختم سولې ته لاره ایستلی شي. هغه لوری باور لري چې اساسي قانون یو امریکایی لیکلی کاغذ دی، داسې کاغذ چې د کابل واکمنۍ هغه په خپله هم تر پښو لاندې کړی او خپله يې هم منلې چې دوه کاله وروسته به اړول کېږي… ښکاري چې دا غوښتنې او هغه غوښتنې په هیڅ ډول یو له بل سره په یوه لاره نه شي سیخېدی او همدا چې د کابل واکمني په خپلو وړاندې کړو شرایطو کې د اشغال خبره تر پلالې لاندې تیروي او له امریکا سره د امنیتي پیمان خبره او د پوځي اډو خبره په رټه په گنډه وهي نو سوله به څنگه راځي.

له ۲۰۰۱ څخه تر۲۰۱۱ م کال پورې د افغانستان د مسألې په هکله چې سوله او ثبات يې د منځ ټکی وو، یوولس داسې لويي ناسې وشوې چې د افغانستان د اشغال د ۴۴ هیوادونو پر استازو برسېره په لسگونو نړیوالو سازمانونو په کې برخه درلودله، په هر کنفرانس کې د طالبانو یا تسلیم یا نابودي د امریکا انگلیس، ناټو او اروپا په پراخه لښکرو، د خبرو مرکزي ټکی و. که مې نه وي غلطه کړې، د ۲۰۰۶ یا ۲۰۱۰ میلادي کال د لندن په کنفرانس کې خو د انگلیس د وخت صدراعظم د کنفرانس په مشري گواښ وکړ، چې طالبان به یا په شپږو میاشتو کې وسله پر ځمکه ږدي او یا به نابودېږي. همدغه انگلیس واکمن هغه وخت چې حامد کرزی او نواز شریف يې سره غوږ په غوږ کړل بیا يي د طالبانو د خوځښت او مقاومت عمر په شپږو میاشتو پورې وتاړه، خو هغه لفظي ډزې باد یوړې. اوس چې په عمل کې د یوه عیني واقعیت په توگه د کابل واکمنې هره ورځ په شا را روانه ده او په عمل کې د هیڅ ډول پراخه تعرضي خوځښت توان نه لري نو بیا دا د زور خبرې هسې هوايي ډزې نه دي؟ له دې ټولو چې تېر شو دا واقعیت نور تاریخي شوی دی چې د امریکا، ناټو، آیساف او ټول اشغال ماته نوره نه راگرځیدونکې ده. هغه نړیوال وحشي جنگي ماشین چې دا نغری يې ړنگ نه شو کړای نو دا پنجاب به څومره لوی توان وي، چې له کابل واکمنۍ سره به په غاړه غړۍ کیدو زموږ د ولسونو پاڅون ته د نابودۍ ټکی ږدي. زه چې زموږ د ولسونو د پاڅون خبره کوم، پوهیږم چې د طالبانو په پلویتوب به تورن او ډېرې ترخې او سپکې سپورې به واورم. خو واقعیت واقعیت دی. هغه څه چې ۱۴ کاله له یوه نړیوال زبرځواک سره وجنگیدل طالب نه وو، بلکې زما د خپل نغري توان او طاقت و. په دې یوه نیمه لسیزه کې پنجاب یا سند زموږ لپاره جگړه نه ده کړې او نه يې کولی شوای. له شا نه د لمسونو او څه پټو امکاناټو ورکول بېله خبره ده. هومره چې پنجاب له امریکا، انگلیس او ناټو سره یوه خوله او غاړه غړۍ و، له طالبانو سره نه و. نن وضعیت له ریښې اوښتی دی، نور طالبان د هیواد په دننه کې د خپلو ولسونو غیږې ته را اوښتي دي، د دې واقعیت منل هم سخت او ډېرو ته د رواني ناروغیو لامل گرځي، خو واقعیت له ټول تریخوالي سره سره خپل مستقل شتون لري. طالب په خپل نغري کې نابودول له تاریخي واقعیاتو سره سر نه خوري. د نړۍ کوم ځواک نه و چې هډوکې يې په دې نغري کې نه وي سوي. د زور خبره یو جنون او د یوه د ځنکندن په حال کې ناروغه خبره ده. که دغه لیونتوب ته رسیدلی د گور په غاړه ناروغ د پردو په زور د زور خبره کوي، باید دې ته هم پام وساتي چې د زور فرهنگ زور زېږوي. پېښې به خونړۍ شي، د وطن ډېر سرونه به له دواړو لورو په کې لاړ شي، خو د ولسونو په وړاندې د حکومتونو جگړه هیڅکله هم حکومتونو ته عمر نه وربښي. بشري ناورین جوړول تر جگړه ییز جنایت پورته نه بښونکی جنایت دی. زموږ ارگ ناستي په دې ځان خوشحالوي چې طالبان اوس په ډلو ویشل شوي او له دې ویش څخه خپل نوکران تر لاسه کولی شي او پاتې به د همدوی او داعش په مرسته په گونډو کړي. دوی دې واقعیت ته نه گوري چې د ۴۴ اشغالگرو هیوادونو جاسوسي شبکو او د هغوی ملیاردونو پانگو و نه شو کړای چې له معتصم آغا او یا هغه ته ورته نورو څخه څه جوړ کړي، اوس به څنگه او په کومو امکاناټو له طالبانو څخه د مرورو وړو ډلو له منځه یو بل معصم آغا را جوړوي. ښايي محاسبه دا هم وي چې په حکومتي مرستو به داعش ته د عمل ډگر پراخه او مرور طالبان به هم هلته ور ټېل وهي، خو د توطئو مزل که هر څومره پخې هم وي، لنډ او د رسوايي را وړونکی دی. دا چې د شخصي واکمنۍ د دوام په خاطر یوه بله سوریه جوړوي، دا په خپله د ملي او بشري جنایت یوه بله نه بښونکې نښه ده. اوبه خړول او ماهیان نیول به یوه کړنه او یوه غوښتنه وي، خو که لږ هوښیاري وي لومړی باید ولیدل شي چې په دې خړوبه کې ماهیان شته که نه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button