افغانستانسلايډ

د سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه په کابل نه، اسلام اباد کې جوړيږي

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې طالبانو سره د سولې او خبرو اترو د مېکانېزم په اړه څلور اړخيزه غونډه به د جنوري په لومړيو کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې جوړيږي.
سرتاج عزيز دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې، چې وړمه ورځ رويټرز خبري اژانس د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال وياند خيرالله ازاد له قوله ليکلي و، چې د سولې اړوند څلور اړخيزه غونډه به کابل کې کيږي.
د سرتاج عزيز په وينا د دې غونډې موخه د اسيا زړه کنفرانس په ترڅ کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان تر منځ د شوي تړون تعقيب دی، چې طالبانو سره د سولې بهير د بيا پيلېدو او مېکانېزم په اړه خبرې وشي.
رويټرز همدا رنگه د ولسمشرۍ ماڼۍ د سرچينو له قوله ليکلي، چې وړمه ورځ کابل ته د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف د يو ورځني سفر پر مهال دواړو لوريو پرېکړه کړې وه، چې د سولې اړوند څلور اړخيزه غونډه به په کابل کې جوړيږي.
تر اوسه دا نه ده روښانه د سولې اړوند ناستې په اړه پاکستان او افغانستان ولې جلا جلا خبرې کوي.
پاکستان او افغانستان دغه راتلونکې غونډه ډېره مهمه بولي، مگر امريکا او چين تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي او دا هم نه ده روښانه، چې د سولې په اړه دغه غونډه کې به د کومې کچې چارواکي گډون کوي.
دغه ناسته له هغې وروسته ترسره کېږي، چې ولسمشر غني د روانې میلادي میاشتې په پیل کې پاکستان ته د اسیا زړه ناستې کې د گډون په موخه سفر وکړ. پاکستان ته د غني سفر د دوو هېوادونو ترمنځ ترینگلې اړیکې یو ځل بیا عادي کړې. روانه اوونۍ د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال راحیل شریف هم په کابل کې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره وکتل.
تېر کال هم د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته ولسمشر غني هيله من و، چې د پاکستان په مرسته به سولې ته ورسيږي؛ خو د طالبانو د پخواني مشر د مرگ خبر له خپرېدو سره هغه لړۍ وځنډېده. کله چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توگه وټاکل شو، د طالبانو بریدونو کې هم پام وړ زياتوالس راغل و. اختر محمد منصور په خپلې لومړنۍ وینا کې د سولې اړوند خبرې «اوازې او تبلیغات» گڼلي وو.
افغان چارواکو تر اوسه د سرتاج عزيز د څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button